شعـــــرونه

د هجر تبه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

دا ستا د هجر تبه مي بدن کي ځي را ځي
یادونه دي جانانه ماخوستن کي ځي راځي

زه څه وکړم ناچار یم بي لتا مي ژوند نه کیږي
ارواح درپسي تللي ځنکدن کي ځي راځي

ټول اوښکي شم چي ستا انځور ته وګورم جانانه
د اوښکو رودنیل مي په لمن کي ځي راځي

ستا غم راشي په زوره ټول خوبونه راځه یوسي
ستا درد مي د زړګي په پاک مسکن کي ځې راځې

دا ستا دحسن یاد مي لکه شمعه سره لمبه کړي
ښکلا دي خوشبو وشیندي ګلشن کي ځي راځي

که خداي وطن اذاد کي خپلواکي شوه راپه برخه
تپاندزُهاد) ملنګ به په وطن کي ځي راځي

تپاند زُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx