افغانستان

ملا برادر سره لیدنه کې عمران خان یوځل بیا له افغان سولې پروسې ملاتړ څرګند کړی

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۸، لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې یوځل بیا د افغان سولې مذاکراتو څخه ملاتړ څرګند کړی او خبرې اترې یې د افغان کشالې د حل یوازینۍ لار بللې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، نن(جمعه، ۲۷ لیندۍ) ماسپښین د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ګډون یو شمېر پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

نوموړی زیاتوي، ددې لیدنې په ترڅ کې طالب چارواکو پاکستانیو مسئولینو سره  د افغان سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو ترڅنګ په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو د تګ او  راتګ، سوداګریزو، روغتیايي او ښوونیزو برخو کې د شته ستونزو د هواري په هکله بحثونو ترڅنګ د هېواد په روان وضعیت خبرې اترې کړي دي.

په ورته مهال د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ددې لیدنې د جزیاتو په هکله ویل شوي: عمران خان ملا برادر ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د سولې روانو خبرو څخه ملاتړ کوي او هیله لري څو افغان سیاسي مشران د سولې او خبرو اترو له دغه تاریخي فرصت څخه په ګټه اخیستنې خپل هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

عمران دغه راز د سیمه ییزې همکارۍ په ترڅ کې د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم بللی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو د آسانچاري په توګه خپلې هلې ځلې جاري ساتلي دي.

د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړ پوړی طالب پلاوی له تیرو دوه ورځو راهیسې ګاونډي هېواد پاکستان ته په رسمي بلنه تللی، او هلته یې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون پاکستانیو چارواکو سره د افغان سولې ترڅنګ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې او بحثونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx