افغانستان

بلخ: د امنیت مدیر په چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د امنیت مدیر په یوه چاودنه کې وژل شوی.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «عادل شاه عادل» وایي، نن ورځ جمعه د شولګرې ولسوالۍ اړوند «قلعه بودنه»نومي سیمه کې د یادې ولسوالۍ د امنیت د مدیر «احمد نوید نبي» پر لېږدوونکي هاموې ټانګ باندې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې نوموړی وژل شوی.

عادل که څه هم د پېښې د نورو تلفاتو په اړه جزئيات نه ورکوي؛ خو ادعا لري چې ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.

طالبانو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx