افغانستان

غزني کې د «ناچاودې» مرمۍ چاودنې له امله ۱۵ ماشومان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د انفجار له امله ۱۵ ماشومان «شهیدان شوي دي.

دا پېښه نن د جمعې په ورځ ماسپښین د ګیلان ولسوالۍ په «اغوجان» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

که څه هم طالبان وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د یادې سیمې ماشومانو یوه «ناچاوده» سرګلوله بازار ته د پلورلو لپاره لیږدوله.

د طالبانو ویاند ذبـــــــیح الله مـــــــــــــــــــــــجاهد  رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ددې پېښې قربانیانو سره د غمرازۍ ترڅنګ له هېوادوالو غوښتنه کړې چې په راتلونکي وخت کې له ناچاودو توکو څخه لرې اوسي.

له بل پلوه د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده بیا ادعا کوي، چې دا پېښه په یو زرنج ریکشا کې د ځای پرځای شوو چاودونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، نن د جمعې په ورځ ماسپښین د ګیلان ولسوالۍ په اغوجان سیمه کې د یو کور دننه خلک د فاتحې او قران کریم د ختم په مراسمو بوخت وو، چې د کور څنګ ته یو زرنج ریکشابم چاودنه شوې.

د جمعه زاده د معلوماتو له مخې په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، چې ټول ملکیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx