افغانستان

کابل کې د «لور زیږولو» له کبله یو سړي خپله میرمن وژلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): کابل ښار کې یو سړي خپله میرمن له دې امله وژلې چې لور یې زیږولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، دا پېښه پرون د جمعې په ورځ ماسپښين د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند یکه توت سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، له پېښې وروسته سړی تښتېدلی؛ خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو په هڅه کې دي.

لور او زوی چې د الله پاک له سترو نعمتونو څخه شمېرل کیږي، لیکن په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې زیاتره خلک د لور په پرتله زوی ته غوره والی ورکوي.

مګر د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک حدیث له مخې که کوم مسلمان ته الله پاک لور ورکړي، هغه یې ښه پالنه او روزنه وکړي او په سنت طریقه یې بل مسلمان ته واده کړي، جنت ورته واجبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x