افغانستان

پر غیرجنګي سیمو د امریکا بمبارۍ؛ طالبان وايي، دا ډول «جنایتونه» یې غبرګون ته اړ باسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، امریکایي لوري له دوحې تړون څخه سرغړونې روانې ساتلې او په کندهار او خوست ولایتونو کې یې ولسي وګړي وژلي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي الوتکو تېره ورځ د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په «سندرزو» او د ارغنداب ولسوالۍ په «تابین پله» او کوهک نومي سیمو کې بمبارونه کړې چې له امله یې دوولس ولسي وګړي «شهیدان» شوي او درې نور ټپيان شوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د بمباریو تر څنګ په خوست ولایت کې د امریکا قراردادي عسکرو «ضربتیانو» په ولسي کورونو چاپې وهلي او په ولسي وګړو یې «ظلمونه» روان ساتلي.

طالبانو ویلي، چې د دوحې د تړون له مخې امریکایي «اشغالګر» او د هغوی قراردادیان نشي کولای په غیرجنګي سیمو کې عملیات او هلته پر مېشتو خلګو بریدونه وکړي.

دوی ددې تر څنګ ګواښ کړی، که روان حالت دوام ومومي طالبان به د امریکایي ځواکونو په وړاندې غبرګون څرګندولو ته اړ شي « اسلامي امارت دغه پرلپسې سرغړونې او په خلکو بمبارونه او چاپې په شدیدو الفاظو غندي، یوځل بیا په امریکايي لوري غږ کوي چې دا ډول سرغړونې او جنایات کولای شي د اسلامي امارت مجاهدین هم د امریکايي ځواکونو په وړاندې غبرګون ته اړ کړي چې په هغه صورت کې به يې بیا د عواقبو مسئولیت امریکايي لوري ته راجع وي.»

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان امریکایي لوری له دوحې تړون څخه په سرغړونه تورنوي؛ تر دې وړاندې هم په بیا، بیا هغوی تورن شوي چې په غیر جنګي سیمو بمبارۍ کوي او عام وګړي وژني.

تېره اوونۍ هم امریکایي هوایي ځواک د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر کورونو برید کړی و، چې له امله یې دوولس ولسي وګړي وژل شوي و؛ خو امریکایي ځواک ادعا درلوده، چې یاد برید یې پر هغو طالب جنګیالیو کړی چې سیمه کې یې د عسکرو پر یوه پوسته عملیات روان کړي و.

د طالبانو او امریکا تړون چې د روان میلادي کال د فبروري په دېرشمه په دوحه کې لاسلیک شو؛ په اساس يې بهرني ځواکونه نشي کولای په غیرجنګي سیمو کې طالب جنګیالي او ولسي وګړي په نښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د روان کال د فرورۍ د ۲۹ مي تړون تر اوسه زموږ بې وزلي ولس ته هيڅ نه دي ورکړی، بلکي په لا ډېرو کړاوونو اخته سوي دي، الله دي د دې بې دفاع ولس غور وکړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx