افغانستان

چین: افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ښکېل بهرني ځواکونه باید محاکمه کړل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي مرستیال پر نړیواله ټولنه باندې غږ کړی، چې افغانستان کې د جنګې جرمونو په تړاو عدالت تامین کړي او ټول هغه ځواکونه محاکمه کړي چې په یاد هیواد کې په جګړه ییزو جرمونو کې ښکېل شوي دي.

د چین ځانګړي استازي مرستیال «ګنګ شوانګ» نن د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د وینا په مهال ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په قضیه کې عدالت تامین کړي او ټول هغه بهرني ځواکونه چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ښکېل دي؛ د عدالت مېز ته را کش کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دا د افغانستان د خلګو غوښتنه ده چې شوي جرمونه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د چین پورتنی مؤقف وروسته له هغه دی، چې اسټرالیا هیواد له څو کلنو څېړنو وروسته اعتراف وکړ چې عسکر يې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ښکېل شوي دي او ۳۹ تنه بې ګناه افغانان يې وژلي دي.

د یاد راپور تر خپرېدلو وروسته چین پر اسټرالیا له افغانانو د بښنې غوښتلو غږ وکړ، چې له امله یې د دواړو هیوادونو تر منځ ناندرۍ راپورته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د ټولو په سرکی دی اول پنجابیان محاکمه شی. د فاکستان مستنده لاسونه، د هغوی عسکر او خلک یی د افغانستان په جنګ کی مستقیمآ برخه لری او فلمونه یی موجود شته دی بیا دی د ایران. د امریکا، انګلیس، استرلیا، جرمنی او نورو د ناتو د بلاک غړی خو ټول پیژنی.

SAYED AHMAD

les massacre civile en Afghanistan par l’otan est les américains le 21.10.2001 a 23h de nuit la force de l’otan est américain ont bombardier notre kriz-chawkar à la provenance de kandahar et ils ont tué 21 personnes de ma famille me 2 frère avec son enfant et femme, et la famille de ma sœur et plus 7 personnes de village et 11 personnes bénies, si jamais Hamid karzai il sait bien ont un le prouve et tout le monde sait, reportage BBC CNN EURONEWS TSR SUISSE. et ont demandé au gouvernement chinois que nous pouvions contacter ??? a cette e-mail… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx