دیني، سیرت او تاریخ

مؤرخ باید خپل وخت ته پیغامونه ولري

لیکوال: ډاکترمبارک علي
ژباړن : اسدالله غضنفر

تاریخ یوازې هغه وخت د ټولنې د پوهې او شعور کچه لوړوي چې اوسنو حالاتو ته په پام سره ولیکل شي او د ماضي په رڼا کې د اوس وخت مشکلات راوپیژني. د تاریخ مقصد دا نه دی چې د تیر وخت پيښې بیان کړي، مقصد یې دا دی چې د تیر وخت پیښې اوسنیو خلکو ته بیان کړي. د تاریخ کار دا نه دی چې حل لارې راوښیي او د علاج نسخې راکړي. د تاریخ کار دا دی چې تیر حالات په عیني ډول او بې طرفۍ سره وشني او د ټولنې د شعور او معرفت له زیاتیدو سره مرسته وکړي.

تاریخ یو لوی مضمون دی او ټوله ماضي پکې شامله ده. خو مورخ د اوسنو مشکلاتو او اندیښنو تر فشار لاندې ، د څیړنې لپاره هغه موضوعات پکې انتخابوي چې یا له اوسنو موضوعاتو او مسایلو سره ورته والی لري او یا خلکو ته روحیه ورکوي.مثلا یو وخت داسې وي چې خلک د خپل توکم یا هیواد د پخوانیو ویاړونو د پیژندلو ارزو لري. دغه ارزو هغه وخت زیاتیږي چې ټولنه یا هیواد د زوال په حالت کې وي، چې د فساد چینجي یې ورو ورو بې سیکه کوي او د نړۍ د قامونو په منځ کې یې حیثیت مخ په کمیدو وي. په دغسې شرایطو کې شاندارې ماضي ته پناه وړل، د قام ایګو او انانیت خوشحاله ساتي او کمزورۍ یې ورپټوي.

له هغه راوروسته چې انګریزانو په ۱۸۵۷ کې د مسلمانو مغولو حکومت په رسمي ډول ختم کړ، هندي مسلمانانو د بې حیثیتۍ او بې هویتۍ ژور احساس وکاوه. دوی تر لاس لاندې خلک شول او سرداري ورنه انګریزانو ته لاړه. د دې لپاره چې هندي مسلمانان د وقار او عظمت احساس وکړي، مورخانو یې تاریخ ته له بل ګوټه وکتل او د شاندارې ماضي تاریخونه یې ولیکل. دغه وخت د تاریخ د داسې کتابونو د تالیف او تدوین یو لوی بهیر روان شو چې د نړۍ تمدن ته د مسلمانانو ورکړه پکې اصلي خبره وه.

په دغو تاریخونو کې ولیکل شول چې لویديځ تمدن له هره اړخه د مسلمانانو پوره وړی دی او دغه احساس هندي مسلمانانو ته د دروغو ډاډ ورکړ. دلته لولو چې مسلمانو ساینسپوهانو، طبیبانو، فیلسوفانو او د قلم خاوندانو لویدیځ ته پوهه او حکمت وبخښل. د مولانا شبلي ، شرر او عبدالرزاق کانپوري لیکنې د دغسې تاریخونو په ډله کې شاملې دي.

د براعظمګي د ازادۍ د نهضت په زمانه کې د هند تاریخ له نشنلست لیدلوري ولیکل شول او هندي مورخانو په تیره بیا د مغولو دوران ته ډیره توجه وکړه. هم هندوانو او هم مسلمانو مورخانو په دې اړه لیکنې وکړې چې د مغولو په ټول دوران کې د هندوستان هندوان او مسلمانان د یوه ملت په شان د یو بل په څنګ کې اوسیدل. دغه وخت مغول امپراطوران د اتلانو په بڼه معرفي شول او د هندو او مسلمان د شریک کلچر لپاره د مغولو په هڅو ټینګار وشو.

مقصد دا چې د تاریخ له مختلفو موضوعاتو او دورانونو سره دلچسپي په مختلفو وختونو کې بدلیږي. مورخان د ماضي یوازې هغه برخه غوره کوي او کار ورباندې کوي چې د دوی اوسنیو غوښتنو ته ځواب وایي. د اروپا په منځنیو پیړیو کې چې کلیسا تر ګردو زوروره اداره وه، د روم او یونان زمانه له پامه غورځیدلې وه. خو د رنسانس او ریفورمیزم په زمانه کې چې اروپایي ټولنې د کلیسا له منګولو د راوتلو اراده وکړه او د خپلو سکیولر ایډیالونو لپاره یې د روم او یونان له تمدنونو الهام اخیستلو ته اړتیا پیدا شوه، نو د روم او یونان د تمدنونو مطالعې ته توجه واوښته. دغه مینه او توجه دومره پیاوړې وه چې مورخانو، لیکوالو او لرغونپوهانو د یونان او روم ټول لرغونی تاریخ رابرسیره او تدوین کړ.

فعلا په انګلستان کې د راج د وخت (د انګریزانو د وخت) د تاریخ له پوهیدو او رابرسیره کیدو سره ژوره دلچسپي پیدا شوې ده چې په دې ډول د استعمار د دوران بریاوې معرفي شي. د خلکو د دې تندې د ماتولو لپاره په انګلستان کې د تاریخ د کتابونو، ناولونواو فلمونو یوه لویه لړې روانه شوې ده چې د انګریزانو د راج د وخت ویاړونه بیانوي.

که یو مورخ د څیړنې لپاره د تاریخ داسې برخې انتخاب کړي چې د ده د خپل وخت له مسایلو او مشکلاتو سره یې ارتباط نه وي ، نو خلک به دغسې لیکنې خوښې نه کړي او له پامه به یې وغورځوي. دا د مورخانو دنده ده چې د اوس وخت مشکلاتو ته په پام سره لیکنې وکړي. البته دا بیا سمه نه ده چې دوی د دروغي ویاړونو په بیانولو او د حقایقو په پټولو سره له تاریخه د تریاکو کار واخلي. د دوی مسولیت دا دی چې ماضي په بې طرفۍ سره راوسپړي او په دې ډول د خلکو پوهه زیاته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx