ادبي لیکني

هڅوب

اسدالله غضنفر

دا کلمه ارواښاد وزیر صاحب محمد ګل خان مومند جوړه کړې ده او د دې جملې د کلمو د لومړیو توریو خلاصه ده: هغه څه چې ولسونه سره بېلوی. د وزیر صاحب منظور کلتور او ثقافت و.

د نویو مفاهیمو د بیان لپاره څو طریقې موجودې دي: یو دا چې د پخواني لغت معنا پراخه کړو. موږ اوس (مرکه) په ژورنالیزم کې د مصاحبې لپاره هم استعمالوو، یا د پېښور خوا ته ( تکل) د انګریزي د (ایسې) له پاره وضع شوی دی او (اور) په عسکري اصطلاحاتو کې یوه بله معنا لري.

بله لاره دا ده چې له نورو ژبو لغت راواخلو. د ( خان) مغولي کلمه په تېرو څو پیړیو کې تر اکثرو پښتو کلمو ډېره خپله شوې راښکاري او موبایل مو په وروستیو کلونو کې ژبې ته داخل کړی دی.

دریمه مهمه لاره دا ده چې لغت ورته جوړ کړو. لکه اورګادی یا الوتکه. ترکیب او اشتقاق د لغت جوړولو تر ټولو مشهورې طریقې دي. مثلا د (اور) او (ګاډي) له مستقلو کلمو مو د اورګاډي نوی مرکب اسم جوړ کړی دی او یا مو د (روغتیا) له اسمه او د (پال) له روستاړي د روغتیاپال مشتقه کلمه رغولې ده.

په اشتقاق کې نوی لغت د مستقلې کلمې او تاړي ( مختاړي یا روستاړي ) له یو ځای کولو جوړېږي؛ لکه موټروان چې د (موټر) له مستقلې کلمې او د (وان) له روستاړي رغېدلی ویی دی. په ترکیب کې نوی لغت د دوو یا تر دوو ډېرو کلموله یو ځای کولو جوړېږي؛ لکه برخلیک چې (برخه) او (لیک) پکې سره یو ځای شوي دي.

پوهاند ډاکتر زیار ترکیبونو ته د ( تړنګونه) او اشتقاقونو ته د( بېلګونه ) نوم غوره کړی دی. هغه کلمه چې د ترکیب له لارې جوړه شوې وي، مرکبه او هغه چې د اشتقاق له لارې جوړه شوې وي، مشتقه بولو.

د نویو مفاهمیو د بیان لپاره ځينې نااشنا او لږ استعمالېدونکې طریقې هم شته چې یوه پکې د څو کلمو د لومړیو توریو له یو ځای کولو څخه د نوې کلمې جوړول دي.

د ځینو کلمو د سر د توریو د یو ځای کولو په طریقه چې نوی لغت جوړېږي، اکرنیم Acronym یې بولي. اکرنیمونه مستقل لغتونه وي او د ژبې صرفي او نحوي قواعد ورباندې تطبیق کېږي. مثلا د ( هڅوب) کلمه باید د پښتو له صرفي قواعدو سره سم جمع کړو او ولیکو: هڅوبونه . د اکرنیم طریقې ته نږدې یوه بله طریقه دا ده چې د ځینو کلمو د سر توري جدا، جدا راواخلو. مثلا( بي، بي، سي )چې له برټیش بروډکاسټنګ کارپورېشن څخه جوړه شوې ده.

د وزیر صاحب جوړه کړې کلمه (هڅوب) ښایسته ده خو عامه شوې نه ده. ولې؟ ځکه یو خو زموږ لپاره په دې طریقه د لغتونو رغېدا ان تر اوسه پورې نااشنا غوندې ده. بله دا چې هڅوب ته مونږ مخکې هم معادلې کلمې لرلې او خلا مو نه احساسوله. کله چې یو مفهوم له څو کلمو جوړ وي نو د اختصار لپاره کله نا کله د اکرنیم په طریقه په یوه نوې کلمه کې خلاصه کېږي. په افغانستان کې خارجي عسکرو د ځان لپاره د انټرنیشنل سکیورټي اسسټنس فورس نوم غوره کړ. دا یو نوی مفهوم و او توضیح ته یې حد اقل همدا څلور کلمې پکار وې خو د څلورو کلمو بیا بیا راوړل ستومانوونکي وو، نو خارجیانو د اکرنیم له قاعدې څخه چې دوی ورنه زیاته استفاده کوي، استفاده وکړه او د ایساف کلمه یې ورغوله. د هڅوب لغت چې د یوه تعریف لنډیز و، د کلتور یا فرهنګ د کلمې لپاره د خلاصې نقش نه لوباوه.

د حفیظ الله امین د حکومت په وخت کې د استخباراتو اداره چې پوره نوم یې (کارګري استخباراتي موسسه) و، د (کام) په نوم یاده شوه. دا د اکرنیم په بڼه یوه نوې کلمه وه چې په ژبه کې یې اختصار راوست خو بې عیبه نه وه. عیب یې دا و چې (کام) په دري کې د خولې او بل د آرزو معنا ورکوي او دې دواړو معناوو له استخباراتي موسسې سره اړخ نه لګاوه. کام که د خولې په معنا واخلو، داړونکی او خوړونکی تداعي کوي چې منفي تداعي ده او که یې د ارزو معنا راواخلو ،طنزي اړخ پکې پیدا کېږي،ځکه په یوه یوګوندي نظام کې ‌ډېره مشکله ده چې د استخباراتو اداره د ولس له ارزوګانو سره سمه وچلېږي. د ایران د الوتنو شرکت چې (هواپیمایی ملی ایران) نومېږي، د (هما) د کلمې په بڼه خلاصه شوی دی. هما چې د نېکمرغه افسانوي مرغه نوم هم دی، د الوتنې له شرکت سره ډېر مناسب لګېږي. البته، دا ضرور نه ده چې د اکرنیمونو ضمني او ایهامي معناوې دې خامخا له لومړۍ معنا سره سمون وخوري، خو حد اقل له یو بل سره دې مخالفې نه وي.

اکرنیمونه چې په ژبني لحاظ له اختصار سره مرسته کوي، د یوه هېواد د فرهنګي وحدت په پیاوړتیا کې هم برخه لرلای شي. مونږ که خپلو مهمو موسسو ته چې نومونه یې له څو کلمو جوړ دي، د اکرنیم په طریقه لنډ نومونه غوره کړو، دا نومونه به د افغانستان د ټولو ژبو لپاره د نویو او مشترکو لغتونو حیثیت ولري او له اختصار سره به هم مرسته شوې وي. د پاکستان د اوبو او برښنا دولتي اداره واپډا نومېږي چې د ( واټر اینډ پاور ډیویلپمنټ اتهارټي) خلاصه ده. دې کلمې نه یوازې د دې ادارې د نوم په ویلو او لیکلو کې اساني راوستې،بلکې د یوه شریک پاکستاني فرهنګ په جوړولو کې یې هم برخه لرلې ده.

په انګریزي کې د بېلو حرفونو په بڼه نومونې ( مثلا بي، بي، سي یا د روغتیا د نړیوال سازمان لپاره ډبلیو، ایچ ، او) عامې دي خو زموږ ژبه ورته چندان جوړه نه ښکاري. البته، د اکرنیم په بڼه نومونې ممکن کامیابې شي.

په لیکلو کې لنډوَنې یو بېل دلچسپ بحث دی چې زموږ په ژبه او هېواد کې ورباندې مستقل تحقیق نه دی شوی. مثلا د کیمیایي عناصرو او ترکیبونو لپاره اختصاري نومونه استعمالوو. هایدورجن ته H او سودیم هایدروکساید ته NaOHلیکو. په فزیک ، ریاضي او نورو پوهنو کې هم نړیوال اختصارات شته چې موږ ورنه په خپلو ژبو کې استفاده کوو.

په دې سربېره په ډکشنریو کې ځینې لنډوَنې لرو، مثلا د مصدر لپاره ممکن (مص) ولیکو. دغه راز په اخځلیکونو کې د میم توری د مخ په معنا راوړو: ۲۲م. د مقدسو اشخاصو په نوم پسې چې د احترام کومې کلمې وي، هغه هم شاید رالنډې کړو، مثلا د علیه السلام په ځای یوازې ( ع) راوړو او د رضی الله تعالی عنه په ځای یوازې ( رض). د افغانستان په پخواني اداري سبک کې ځینې جالبې لنډوَنې وې. مثلا د صدراعظم تر کلمې دمخه به د ( جناب عالی شان جلالتمآب ) په ځای ( ج، ع، ج) لیکل کېدل یا به د مدیر تر کلمې دمخه په عریضه کې ( ص) لیکل کېدل ، یعنې صداقتمند. د والي تر کلمې دمخه به په رسمیاتو کې د (و، ج) توري راتللل چې د والاشان جلالتمآب لنډیز و.

د افغانستان په مطبوعاتو کې یو وخت ملګرو ملتونو ته ( م. م) لیکل کېدل. د دې اختصار یو کمال دا و چې په دري کې هم د ملل متحد په ځای ( م.م) راتلل او په دې ډول زموږ مشترکات زیاتېدل. زموږ د اخبارونو او جریدو د لنډوَنو په اړه تحقیق یو بل ناسپړلی باب دی.

پکار دا ده چې په پښتو کې د اکرنیم او د لنډوَنو د نورو بڼو په اړه څیړنه وشي او دا معلومه شي چې مونږ په خپله ژبه کې د اختصار اوپه دې طریقه د نویو لغتونو د جوړولو په برخه کې څه کړي دي او څه کولای شو؟ په دې برخه کې زموږ د کار نیمګړتیاوې کومې دي؟ د انتخاب معیارونه مو باید کوم وي؟

ځينې لنډوَنې د نویو لغتونو د جوړېدو سبب کېږي او ځینې نورې یوازې په لیکلو کې لنډون راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د غضنفر صاحب له لیکنی څخه په مننی سره؛
د لیکنی د عنوان ( هڅوب) شیندنه او شننه او کیندنه خو اصلاً په لیکنه کی نه ښکاری یعنی د ” هڅوب ” کلمه او کارَوَنه او مفهوم نه دی تشریح سوی او توضیح سوی.
ما خپله خو د ” هڅوب ” مفهوم تر لاسه نکړ که څه هم د لیکنی سره به هم حتماً مستقیمه اړیکه ولری.

غوربندي

له لیکوال صاب نه اصل کیسه هېره شوې ده چې (هځوب) آخر څه معنی لري،، ټوله لیکنه یې بې مفهومه کړې ده،،، یا هم ښایي سرلیک (کام) ته یا هم (بی-بی-سی) ته واړوي،، هههه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx