افغانستان

کندهارمېشتي: پولیس مو ځوروي او ماشومانو ته مو بد اخلاقي ورښيي

په دې وروستیو کې د کندهار ولایت د پولیسو اړوند د دې ولایت د اوسېدونکو شکایتونه خورا زیات شوي دي، د کندهار اوسېدونکي وايي چې په کندهار کې د هرې پوستې قومندان پخپل سر والي دی، په کندهار ښار کې يو تن دوکاندار د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل: «پولیس له پیله بد اخلاقه دي، خو د جاجو له مرګه وروسته، رازق امر ورته کړی چې خلک ښه وځوروي.»

د یاد دوکاندار له خولې په کندهار ښار کې د پولیسو له لوري په هره وړه او لویه پېښه کې د جنرال رازق ملګرتیا ورسره ده، دی وايي چې که يې څوک بیا په خلاف غږ پورته کړي، نو د کندهار رسنۍ خو يې له وېرې غږ نه خپروي، مګر که په ټولنیزو رسنیو کې خپل غږ تر نورو ورسوي، نو لا يې چلند دوه چنده بدېږي.

د کندهار ښار دوکانداران وايي چې ډېر وخت پولیس له دوی سودا وکړي، خو پیسې يې نه ورکوي. د دوی په خبره په کندهار کې هر پولیس په هر ځای کې یو قومندان دی، چې عام وګړي ورسره دخبرو زړه نه شي کولای.

کندهار مېشتی خپلواک خبریال نقیب قريشي پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکي چې تېره شپه هم د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند د «نوش جان» پوستې پولیسو څو ځوانان بې له کومه جرمه په کونداغونو سخت ډبولي دي، چې د هېواد محلي تلویزون ويډیو سمونګر سیف الله صدیقي پکېدی هغه لیکي: «تيره شپه دکندهار دوهمي حوزې اړوند د نوشِجان د پوستې بد اخلاقو پوليسو يو شمېر ځوانان د ټوپک په کونداغونو وهلي.

په دغه ځوانانو کي د هيواد راډيو تلويزيون يو تن ويډ‌يو ايډيټور ( سيف الله صديقي ) هم شامل دی.»

د نوموړي له قوله دی له یادې پوستې سره نږدې اوسي، د دې پوستې پولیس له پوستې سره ښوونځي ته تېرېدونکو ماشومانو ته بد اخلاقه خبرې کوي او بې لارۍ ته يې هڅوي: «د سيمي هغه ماشومان ،چي ښوونځي يا هم درس ويلو ته ځي راګرځوي يې او غيري اخلاقي خبري ورته کوي.»

د دویمې حوزې اړوند نوش جان پوستې ته څېرمه یو تن اوسېدونکي نن ټکی اسیا ته د تلیفون په کرښه وویل، چې د دې پوستې پولیس د دوی ماشومان په بېلابېلو پلمو له ښوونځي راګرځوي او په پوسته کې پرې غیر اخلاقي ویډیوګانې ګوري.

دوی وايي څو ځلې يې خبره تر جنرال رازقه رسولې ده، خو هغه لا دا ګواښونه هم ورته کړي دي، چې که بیا چا له پولیسو شکایت وکړ، ګیله به يې له ځانه وي. دی وايي چې له هغه سره صرف یوه ټاپه ده، که څوک له پولیسو شکایت وکړي، نو دی ورته وايي چې ته د پاکستان نفر يې. د سیمې مشران وايي چې د هرې پوستې قومندان په «هلک» ساتلو کې له بل سره سیالي کوي.

دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو د کندهار ولایتي شورا ته بریالی نوماند خان محمد افغان خپل کورته په لاره وواژه، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق رسنیو ته ويلي دي، چې خان محمد افغان د تالاشۍ تر ځنځیر موټر تېر کړی و، ځکه پولیسو پرې ډز وکړي.

که څه هم په هغه مهال خبرونه خپاره شول چې قاتل پولیس نیول شوی دی او پوښتنې ترې روانې دي، مګر د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې هماغه پولیس بېرته پخپله دنده کې ازاد ګرځي.

تر دې وړاندې د کندهار د اتمې حوزې پولیسو د کندهار د مشهور صراف عبدالله؛وراره سوداګر عتیق الله انصاري دوی ته د باج نه ورکولو له امله تر مرګه ډبولی دی، کله چې نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې خپل غږ اوچت کړ، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په همدې جرم په مرګ ګواښلی دی. او د ده کشر ورور يې په همدې تور زنداني کړی دی. د انصاري په قول پولیسو ورته پوچ پاچ ویل او د ای اس ای کس يې بللی دی.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې په کندهار کې د اتمې حوزې پخوانی قومندان عبدالودود جاجو د پښتنې شاعر «مینه انتظار» په کور ور واوښت، چې په ټولنیزو رسنیو کې يې د کندهار د پولیسو د غندنې لپاره خلک زړور کړل. جاجو د طالبانو په یوه سرتېري برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x