لیکنېنظــر

ډبره چې چېرته پرته وي، هملته درنه وي!!

سعد كټوازی

پښتو متل دی: وای پك چا په ورا/ډولۍ كې نه پرېښود، خو هغه ويل له ناوې سره (د پخوا وختونو د اوښ كجاوه د اوس مهال گلپوش كې) كېنم، په بل روايت: وای آس مې د خانانو له آسونو سره وتړئ، د كابل اداره په مجموعي يا د مخكښو افرادو په لحاظ د همدغه پك مصداق اخيستلای شو، اشرفغني، عمر داودزی، معصوم ستانكزی او… ټول يې هماغسي پك دي كوم چې متل گرځېدلی.

همدا رنگه د ورا/ډولۍ مصداق مطلق مذاكرات اخيستلای شو، كه له امريكا سره وي او كه هم بين الأفغاني، د طالبانو او امريكا ترمنځ مذاكراتو په مهال او له هغه را وروسته دغه پك سري له ټولو ښكاره او پټو هڅو سره په مذاكراتو كې گډون او له طالبانو سره پر ليدو ونه توانېدل، حتی د هغه سالون مخته به په ورځو ناست وه چې پكې ناسته به روانه وه، په ځانگړې په متحده عربي اماراتو كې د طالبانو او خليلزاد ناسته چې ارگ هم خپل پلاوی ور لېږلی وه، خو تر پايه ونه توانيد په ناسته كې گډون وكړي ياهم له طالبانو سره وويني، همدا يې د طالبانو او امريكا ترمنځ له مذاكراتو انزوا وه، اوس چې كوم پلاوی له كابله تللی

هم يې د غړو نومونه تر ډېره له دې وېري نه اعلانېدل چې د تېرځل اماراتو د پلاوي له برخليك سره به مخ شي.

له ناوې سره كېناستو/د خانانو له آس سره يې د آس تړلو مصداق دا تر خوله، عقل، رول او حيثيت لوړې خبري او ادعاوي را اخلو چې د سولي پر وړاندې د دوی سرې كرښي، د دوحې تړون د بين الأفغاني مذاكرې لپاره د اساس په ډول نه منل او پرې علاوه د هېواد په داخل كې د پاتې مذاكرې ترسره كولو او د ځای ټاكنې وړانديزونه، د ملابرادر اخند او ورسره لوړپوړي پلاوي پاكستان ته د دوی په همغږۍ د تلوو ادعا او داسي نور يادولای شو.

دوی چې له ډېرو خواريو وروسته طالبانو حتی د افغاني جهت په توگه ناستې او ليدو كتو ته ور پرېښودل اوس يې نو وړانديزونو او اوتوبوتو ته كش ور كړی او ځان پرې مطرح ښيي، خو طالبان يې حتی د أفغاني جهتونو له منځه د يو مطرح او خپلواك جهت په توگه نه پېژني او نه يې مني او پر دې علاوه يې خپلي ټولي غوښتنې هم پر ومنلې، يو انچ ترې نه دي شاته شوي او لا ډېر نور څه به هم پر مني.

هرڅوك پوهېږي چې د پست فطرت څښتن همداسي وي، دا ډول غټې خبري ته به يې خوله تر غوږو ور شلوې او كړنو ته به يې هم ترپال گڼدونكي څلورويشت ساعته پر ځان زحمت باسي، په بل صورت كې به نو دا ده ووينو چې څه كېږي، پر طالبانو خو يې منل د دا ډول خبرو لپاره د خولې شكولو په مانا دي او بس.

ښايي كابل اداره دغه جرأت په تبلغاتي لحاظ په رسنيو كې د طالبانو د هغه غږ خاموشه كېدو له موكې په ناوړه استفاده كوي چې ويل يې د كابل اداره د يوې ادارې او ډلي په حيث په بين الأفغاني مذاكراتو كې هم نه را پرېږدو، اوس رسنۍ او كابل ادارې اړوند چارواكي د طالبانو له دغې وروستۍ رسنيزي خاموشۍ په استفاده داسي تبليغوي چې گني طالبانو د يوې ادارې، ډلي او مطرح جهت په توگه منلې وي، نو ځكه د ځان مطرح ښودلو لپاره دا ډول وړانديزونه او پوچي ادعاوي كوي.

او دا چې په كور دننه مذاكره به گټه وي كه زيان؟ گټه به يې څه او چاته وي زيان به يې څه او چاته؟ او ډېر نور، نو دا په خپله د طالبانو له سياسي پاليسي او ځيني شويو ارزونو او تحليلونو څخه په اساني درك كولای شو، د مذاكرې د ځای ټاكنه يو تر ټولو مهم ټكی دی او لا د طالبانو او امريكا ترمنځ مذاكراتو پر مهال يې خبره را پورته شوې وه چې گڼو هېوادو يې د كوربه توب ټټر هم وهلی وه، نو اهميت ته پر كتو يې ښايي طالبانو د بين الأفغاني مذاكراتو اړوند له هرڅه وړاندې د ځای پر ټاكنه غور كړی او بيا يې پرېكړه كړې وي.

پښتو متلونه زياتر له شريعت او د نيكو عالمانو له اندونو سره سم مصداقونه لري، كه په دې تړاو خپل نظر په يوه متل كې را لنډه كړم؛ نو ډبره چې چېرته پرته وي هملته درنه وي، اميد دی طالبان به له دوحې نه ښوري، خپله سنگيني به همداسي وساتي، نوري هم ډېري چاري او رسالتونه شته چې ترسره يې کړي، د مذاكرې د ځای بدلولو سولي، هغې ته رښتوني ژمن اړخ او سوله خوښو لپاره له ماتې او زيان پرته هيڅ نشته، په ځانگړې چې په كور دننه وي، يواځي به د دې وړانديزونو طراحان، كونكي او پلويان خپلو شومو موخو ته ځان رسوي او بس.

پكار ده په دې حساسو شېبو او نزاكتونو كې طالبان او رسنيز فعالان يې د دښمن تبليغاتي هڅو ته تر بل هر څه زيات متوجې وي، څرنگه چې له امريكا سره په تړون كې د (اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په نوم نه پېژني، د طالبانو په نوم يې پېژني…) ټكي راغلي، په بين الأفغاني مذاكراتو كې هم په ورځني ډول له پرمختگونو په خبر ور كولو كې لا هم بايد دېته ورته لنډ او اسانه ټكي ور زيات شي چې د (د كابل ډلو ټپلو پلاوی چې اسلامي امارت يې د يو افغاني جهت په توگه پېژني، د يوې ادارې او ډلي په حيث يې نه پېژني) ټكو مفهوم او پيغام له ځانه سره لري ترڅو دا يو عام ذهنيت وگرځي، په رسنيز او تبليغاتي ډگر كې پرې چوپتيا رانشي، سوله ضد اتحاديه ترې ناوړه گټه وانخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

رښتیا هم ډبره يه خپل ځای درنه وي نه هر ځای.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx