شعـــــرونه

«پلورل شوی وطن»

(لیلا خُرم)

زما وطنه ته یې وپلورلې!
د ستا له شتو نه یې څه پرې نښودل
ستا شتمني یې ټوله وپلورله
او ته یې وپلورلې!
ځمکه دې خرڅه شوله
آسمان دې وپلورل شو
بوټي دې خاورې، ایرې
غرونه دې وځپل شول
اوبه دې هسې لاړې
د پردو شاړې یې خړوبې کړلې

+++++

بچی دې ورټل شو
او ترینه جوړ شو مریی د مړۍ
او ترینه جوړشو یو وحشی ځناور
چې پوهه نلري، احساس نلري
ستا هست او بود خرڅوي ځان خرڅوي
مینه هم، ستا مینه او شان خرڅوي
تا د پیسو په حرص کې
په خپل بادار خو پلوري
خو هن اوس
دومره ټيټ شوی چې تا
د خپل بادار په غلامانو پلوري
ستا به انجام څه شي زما وطنه!
زما وطنه ته یې وپلورلې!
زما وطنه ته یې وسکونډلې!

____________________________

۱۳۹۹/۹/۷ کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا نظم ګوډاګي عبدالکریم خرم ته ډالی کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx