نظــر

اقليمي بدلون؛ په افغانستان کې هېر شوی لومړيتوب

اعظم منور

تېرو څه باندې څلوېښت کلنو جګړو د افغانستان د نورو برخو تر څنګ، شنه فضا او ژواک چاپېريال هم سخت زيانمن کړی، چې له بده مرغه ياد مهم لومړيتوب له ټولو هېر شوی.

اوس چې اقليمي بدون يوه نړيواله معضله ګڼل کېږي او د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ ډېری هېوادونو خپل پام ورته اړولی، نو افغانستان بايد له ياد فرصت څخه په استفادې نړيوالې ټولې ته، د افغانستان شنې فضا، ځنګلونو د بېرته رامنځ ته کېدو، غرونو او دښتو د شنه کېدو او د افغانستان د پاکو اوبو او دغه راز د پاکې انرژۍ د توليد لپاره د افغانستان د شته ظرفيت د مهم توب په اړه قناعت ورکړي او په دې توګه دې د نړيوالو مرستې را جلب تر څو د هېواد غرونه او دښتې مو يوځل بيا پر شنو ځنګلونو د پوښل شي.

د ډسمبر په ۱۲مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقليمي بدلون په اړه غونډه ترسره شوه او د ملګرو ملتونو د عمومي ګوترېش په شمول د ډېرو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو استازو برخه اخيستې وه او په انلاين ډول يې د اقليمي بدلون د اهميت په اړه خپل نظرونه بيان کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې چې په انلاين ډول يې ګډون پکې کړی و، وويل چې د اقليمي دلونونو له نظره افغانستان د نړۍ يو تر ټولو ډېر زيانمن هېواد دی او تقريبا په هرو پنځو کلونو کې يوځل د وچکالۍ څپه راځي.

افغان ولسمشر په دې برخه کې له هېواد سره د نړيوالې مرستې غوښتنه هم وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان د سالم مديريت په پايله کې د ۳۰۰ سوه زره مېګاواټه برېښنا د توليد مجموعي ظرفيت لري.

که موږ لږ ژور فکر وکړو، نو ويلای شو چې نړيوال اړ دي چې زموږ سره د اقليمي بدلون په برخه کې مرسته وکړي، ځکه هماغه ډول چې مخکې يادونه وشوه، د اقليمي بدلون خطر يوازې يوه هېواد او يا يوې سيمې ته نه دی متوجه، بلکې دا د ټولې نړۍ لپاره يو ګواښ دی او مخنيوی يې هم د ټولې نړۍ ګډ مسووليت دی.

که افغان مشران دې برخې ته خپله توجه زياته کړې، پوره باور لرم چې د ملګرو ملتونو په شمول مهم او ستر هېوادونه به په افغانستان کې د ځنګلونو کرلو، شنې فضا رامنځ ته کېدو، لمر، باد او اوبو انرژيو توليد په برخه کې مرستې وکړي، ځکه افغانستان يو داسې غرنی هېواد دی چې د ځنګلونو لپاره مساعد دی او آب وهوا يې هم د پاکې انرژۍ توليد لپاره مساعد دي.

موږ د سترو صنعتي هېوادونو په شان کارخانې هم نه لرو چې فضا او محيط دې خراب شي، سربېره پردې موږ داسې طبیعت لرو چې شنه او پاکه فضا مو د نړۍ په ځانګړې توګه سيمې پر اقليم مثبته اغيزه کولای شي، خو په دې شرط چې موږ له خپل طبیعت څخه سالمه او مناسبه استفاده وکړو.

که د چين ولسمشر هغو خبرو ته پام وکړو چې د ډسمبر په ۱۲مه يې يادې غونډې ته وکړې نو دا اخيستون ترې کدای شي چې نړيوال به له افغانستان سره د اقليمي بدلون په برخه کې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ځان لپاره هم مرسته وکړي، ځکه نړيوال اوس دې پايلې ته رسېدلي چې اقليمي بدلون د ټولې نړۍ پروړاندې ګډه ننګونه ده.

نوموړي ويلي چې اوس نړيوال حالات د چټک بدلون په حال کې دي او د کرونا وبا د خپرېدو له امله د انسان او طبيعت ترمنځ د اړيکو په اړه ژور فکر رامنځ ته شوی او اقليم راتلونکی د نړيوالې ادارې د پام وړ ګرځېدلی.

د نوموړي په خبرو کې د پام وړ ټکی دادی چې وايي بېلا بېل هېوادونه دې په متحد ډول د اقليمي ادارې په برخه کې يو له بل سره همکارۍ وکړي .

دې ته په پام سره چې چين يو لوی او له هره پلوه غښتلی هېواد ګڼل کېږي، نو که وغواړي د اقليمي بدلون په اړه يې مرستې او همکارۍ زياته اغيزه درلودلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx