نظــر

چې واک پردی شي، هرڅه پردي شي!

عنایت الله خاموش

د امریکايي او غربي یرغلګرو له لورې د افغان خاورې اشغال، دلته هر څه پردي کړل. زموږ حقیقي ارزښتونه یې وځپل او داسې یو حالت یې رامنځته کړ چې سمون به یې دومره تکلیفونه وغواړي، څومره چې د اشغال په وړاندې وسله والې مبارزې وغوښتل. ملي شخصیتونه سوکه- سوکه د خلکو له اذهانو څخه حذف کېږي او په ځای یې هغه کسان د ملي شخصیتونو په توګه مطرح کېږي او لابي ورته کېږي، چې د هیواد په ورانۍ، افغان خاوري په اشغال، داخلي جګړو، فساد او… کې یې خپل خیانت نه دی سپمولی.

دا خبره مې تر دې وکړه چې اوس تازه، کندهار ته د اشرف غني په سفر کې د کندهار قول اردو کې د اشرف غني له انځور سره یو ځای د ستر جنایتکار او داخلي جګړو طراح، احمد شاه مسعود انځور هم مالومېږي.

اوس که وګورو نو راته څرګنده به شي چې د تاریخ د مسخ کولو هڅې روانې وې او اوس د افغان ارزښتونو دښمنان خپلو موخو ته رسېدلي. په هر ځای کې د ملي شخصیتونو په ځای مجازي او سیمه ییز خلک مطرح کېږي او داسې ښودل کېږي، لکه د افغان ملت د هوساینې و خپلواکۍ لپاره یې چې بې شمېره قربانۍ ورکړي وي.

په کندهار کې د میرویس نیکه او احمد شاه بابا د انځورو په ځای، د مسعود انځور ځړول د دې ښکارندوی دی چې زموږ له ویاړمنو کدرونو سره د افغانانو اړیکه کمه شوې او سوکه-سوکه حالت د خرابۍ په لور روان دی.

دلته د پردیو له لورې راوړل شوي واکمنان یا خو په دې نه پوهېږي چې ارزښتونه دي څه شی؟ او یا خو د مصلحت په اساس د موقف ساتنې په خاطر، ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او د هیڅ ارزښت پروا نه لري. دلته واکمان پردي دي او واک هم پردی ده.
ځکه خو د حقیقي ارزښتونو ځای مجازي او غولونکو ارزښتونو نیولی او د سترو نړیوالو شخصیتونو پر ځای چې باید زموږ خلک ور سره اشنا وي، هغه کسان د افغان نسل په اذهانو کې د اتلانو په توګه مجسم کېږي چې د یرغلګرو لپاره یې کار کړی.

نو موږ ته په کار دي ترڅو د خپلو ارزښتونو او ملي شخصیتونو څخه دفاع وکړو. پرېنږدو چې په ځای یې بد مخي او په فساد و ورانیو کې لاس لرونکې کسان د اتلانو په توګه زموږ نوی نسل وپېژني او حقیقي تاریخ مو مسخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

سیدجمال الدین افغان لیکی اسلام هغه وخت ضعیف سوچه داسلامی ملکودخلافت حاکمان دقرآنکریم دعلمه ناخبره پرقدرتووګمارل سول آیاستاسوپه فکر ملامحمدعمردقرآنکریم عالم وواوکه په سیاست پوهیدۍ آیااوس موجوده طالبان دقرآنکریم داحکاموخبردی اوکه په سیاست کی عالمان دی دافغانستان واګی اوس هم دړندوپه لاس کی دی کفارحکومت پرکوی داحمدشاه بابااومیرویس خان نیکه په ښارکندهارکی موپریوکوڅه سترګی ولګیدی دکوڅی نوم یی اناحطالیکلۍ وو چه یوه پرچمۍ فاحشه وه یقین په الله وکۍ چه زړه مواورواخستۍ اوس هم په ملک کی دقدر وړپوهان څوک په مشوره نه شریکه وی ما۲۵ ملکه لیدلی دی دافغانانوغوندی تیززهنه ،زړه ور اوکاریګرنسته کی خوزموږزعیمان نورټاکی موږدخپلوعالمانووانتخاب ته نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx