
د بګرام پر هوايي ډګر توغندیز برید شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بګرام پر هوايي ډګر د توغندیز برید خبر ورکوي.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، نن سهار د بګرام ولسوالۍ له قلندرخیلو سیمې څخه پنځه فیره توغندي د بګرام هوايي ډګر لور ته توغول شوي او ۷ فیره نور توغندي چې توغولو ته تیار وو، د پولیسو لخوا کشف او نیول شوي دي.
ددې توغندیو د تلفاتو او داچې د چا لخوا ویشتل شوي، چارواکو معلومات نه دي ورکړي.
دا توغندي په داسې مهال د بګرام هوايي ډګر باندې توغول کیږي، چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د یو څه پرمختګ نه وروسته لنډه دمه اخیستې او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې په ۵ مه نیټه د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.
د چارو د شنونکو په اند چې کله هم په افغانستان کې د سولې خبرې لږ پرمختګ کوي، ورسره په کابل او ولایاتو کې مرموزتوغندويي او بمي بریدونه زور اخلي، چې دا په ښکاره د سولې خبرو د سبوتاژ هڅې بلل کیږي.
ما ته تر ټولو مهمه خبره دا ده چی پرون قریشی وویل چی هند یووار بیا د فاکستان پر ضد د جنګ تیاری نیسی چی داسی کارونه به د افغانستان د سولی پر خبرو بد تاثیر ولری. د طالبانو د لوړپړو کسان په موجودیت کی فاکستانی وزیر داسی څرګندونی وکړی خو بر عکس طالبان ورته چپه خوله پاتی دی دوی کی یو سړی نشته چی ورته ووایی چی زمونږ د سولی یی د تاسو او هند په جنګړی څه.