ورزش

د کمو منډو ريکارډ: استراليا، هند لوبډله ټيسټ کې په «۳۶» منډو وسوځوله

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۹ل): د هندوستان کرکټ لوبډله د استراليا پر وړاندې د ټيسټ لوبې په دوهمه پاڼۍ کې يوازې په ۳۶ منډو وسوځېده چې د هند لپاره په نړيوال کرکټ کې د کمو منډو ريکارډ دی.

دا په داسې حال کې چې د استراليا په اډليډ ښار کې د استراليا او هند لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټيسټ لوبې دريمه ورځ دوام لري.

په ياده لوبه کې لومړی هند توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يې ۲۴۴ منډې جوړې کړې. په ځواب کې استراليا ټولې ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

د دوهمې پاڼۍ په پېل کې هند لوبډلې پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې او هيڅ لوبغاړی ونه توانېد له لسو زياتې منډې جوړ کړي، چې په پای کې يې ۹ لوبغاړي وسوځېدل او يو لوبغاړی ټپي شو، دوی ټولې ۳۶ منډې جوړې کړې.

ددوی له لوري پرتيو شاو ۴، ميانک اګروال ۹، جاسپريټ بومرا ۲، چيتشور پوجارا صفر، ويرات کوهلي ۴، اجينکی رهانې صفر، هنوما ويهاري ۸، وريديمن ساها ۴، اشوين صفر، اوميش يادو ۴ او محمد شامي يوه منډه جوړه کړه.

د استراليا له لوري جوش هيزلوډډو د ۸ منډو په بدل کې ۵ او پاټ کمينز ۴ ويکټې واخيستې. استراليا د ۹۰ منډو هدف تعقيبولو ته دوام ورکوي.

له دې وړاندې په ټيسټ کې د کمو منډو ريکارډ د نيوزيلاند په نوم و چې په ۱۹۵۵م کال کې د انګلستان پر وړاندې په ۲۶ منډو سوځېدلې وه، دغه راز سويلي افريقا څلور واره په ۳۰، ۳۰، ۳۵ او ۳۶ منډو سوځېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx