افغانستان

هرات کې ۳ سوځول شوي جسدونه موندل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ۳ سوځول شوو جسدونو د موندلو په هکله خبر ورکړی دی.

په وژل شوو کسانو کې یوه میرمن، یو څلور کلن ماشوم او یو نارینه شامل دي، چې له وژلو وروسته سوځول شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته ویلي، لومړني معلومات څرګندوي، چې دا کسان په بل ځای کې وژل شوي، بیا د جرم د پټولو او شواهدو له منځه وړلو لپاره انجیل ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.

نوموړی زیاتوي، جسدونه اوس وخت د روغتیا ریاست عدلي طب ته لیږدول شوي، ترڅو ددغو کسانو د وژلو لامل څرګند کړي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې دا کسان د چا لخوا، څرنګه او کوم وخت وژل شوي؛ خو د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، چې قضیه په هر اړخیز ډول تر څېړنې لاندې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx