افغانستان

تورخم کې د کرونا «ازموینه» لازمي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): پاکستاني چارواکو پرېکړه چې تردې وروسته به د تورخم لارې څخه دغه هېواد تلونکي ټول کسان له د کرونا وبا د ازموینې «منفي» پایله له ځان سره ولري.

کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د کرونا د دوهمې څپې د خپرېدو څخه د مخنیوي او پاکستان کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي له کبله د تورخم چارواکو پاکستان ته په ورتلونکو کسانو د کرونا ازموینې «منفي» پایلې لرل لازم ګرځولي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې پاکستان یوازې د تورخم له لارې ورتلونکو کسانو باندې د کرونا ازموینه لازمي ګرځولې او که د بولدک او غلام خان له لارو ورتلونکو کسانو باندې هم دغه پرېکړه عملي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx