افغانستان

هلمند کې چاودنې شپږ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، چې نن ورځ د ګرشک ولسوالۍ اړوند «لوی مانده» نومي سیمه کې د ولسي وګړو پر ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ورته مهال د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ بیا وايي، چې یاده چاودنه د ولسي خلکو پر کرولا ډوله موټر شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بل لور ته پژواک خبري اژانس بیا په سیمه کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د ګرشک ولسوالۍ په نننۍ چاودنه کې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له منځه یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

چارواکي که څه هم طالبان د یادې چاودنې مسئولین بولي؛ خو طالبانو یې تر دې دمه په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx