افغانستان

په متحده عربي اماراتو کې د يهودانو عبادتځای او مدرسه جوړيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلو ستر مذهبي لارښود حاخام يتسحاق يوسف په متحده عربي اماراتو کې د يهودانو عبادتځای او يهودي مدرسه جوړوي.

د اسرائيلو «اسرائیل اليوم» ورځپاڼې ليکلي، چې په لنډو ورځو کې به حاخام يتسحاق يوسف متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او په دوبۍ کې به د يهودو د عبادتځای تر څنګ به يهودي يهودي مدرسه هم پرانيزي، خو د هغه د ورتګ ټاکلې نېټه نه ده معلومه.

حاخام يتسحاق د شرقي يهوادنو ستر مذهبي لارښود دی او د اسرائيلي رسنيو په وينا «د حاخام يوسف دا سفر ستر تاريخي ارزښت لري.»

د رپوټونو له مخې متحده عربي اماراتو ته د یهودي ستر حاخام د سفر پر مهال به نوموړی له اماراتي چارواکو سره وګوري او تر څنګ به يې د يهودانو په مذهبي مراسمو کې ګډون هم وکړي.

اسرائيلي رسنيو ويلي، چې نوموړی به «برج الخليفه» کې د يهودانو له شريعت سره سم «د حلال خوراک» هوټل هم پرانيزي.

اسرائيلي رسنيو ويلي، چې نوموړی به «برج الخليفه» کې د يهودانو له شريعت سره سم «د حلال خوراک» هوټل هم پرانيزي.

په متحده عربي امارتي د يهودانو ځايي حاخام دوخمان ويلي، چې «موږ د ستر مذهبي لارښود په راتګ ځانونه ډېر بختور بولو او دلته به زموږ يو شمېر نورې مؤسسې هم جوړې کړو.»

د يهودانو د «بیت تفيلا» د عبادتځای د شورا غړي دانيال سيل هم متحده عربي اماراتو ته د ستر حاخام سفر «تاريخي» بللی او د متحده عربي اماراتو له وليعهد محمد بن زايد څخه يې مننه کړې، چې د هغه په مرسته او همکارۍ دا هر څه ممکن شول، چې يهودان هلته داسې محفلونه جوړ کړي.

د اسرائيلي رسنيو د معلوماتو له مخې په متحده عربي اماراتو کې درې زره يهودان ژوند کوي، چې ډېری يې په دوبۍ او ابوظبۍ کې اوسيږي.

اسرائيلو او متحده عربي اماراتو د روان کال په سپټمبر کې د امريکا په منځګړيتوب د اړيکو رغولو تړون لاسليک کړ.

د متحده عربي اماراتو سربېره بحرين، سوډان او مراکش عربي هېوادونو هم له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو د رغولو تړونونه کړي دي.

د اسرائيلي ښکېلاک په شتون کې له اسرائيلو سره د عربي هېوادونو تړونه په اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوي او دا له فلسطيني ولس سره ستر ظلم او خيانت بلل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

څه له باسه اويا کاله وسول چي فلسطين د اسرائيلو له خوا اشغال سوی دی، اسرائيل چړچې وهي، خو فلسطينيان پرله پسې ځپل کېږي، عرب او نور مسلمانان ښه رهبران نه لري، عرب او د نورو مسلمانو هيوادونو عالمان په سياست نه پوهېږي، ځکه نو هيڅ وس نه لري. د عربو او نورو اسلامي هيوادونو ځاين واکمنان هر يو د خپل واک د ټينګښت په غم کي دي. دوی دا کلونه کلونه د امريکې او نورو اروپايي هيوادونو د طاغيانو په ايما او هڅونه د اسرائيلو د دولت سره پټي اړېکي ټينګي کړي وې. د سيکولريزم د دودولو لپاره د… نور لوستل »

غ.حضرت

دا خو کومه نوې خبره نه ده. له کلونو کلونو را پدېخوا په ډوبۍ کی د یهودانو عبادتخانې او د خوړو مغازې ( د اوکرائین او شرقی اروپا فاحشې ، شراب خانې ، کازینو ، ډیسکو ، رِبا او د عربیت د نژادپرستۍ څلی ) ځلیږی. خپله د اماراتو او ټولو خلیجی عربی هیوادونو حاکمان د فراماسونری د شیطانی تشکیلاتو فعّال غړی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx