نړۍ

اسلام اباد: پاک-افغان ځوانانو ټولنې «د سولې بهير» او په «دوه اړخيزو همکاريو» کې د رسنيو پر رول غونډه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ د پاک-افغان ځوانانو ټولنې په اسلام اباد کې د سولې روان بهير او د کابل او اسلام اباد په دوه اړخيزو اړيکو کې د رسنيو په رول يوه ورځنۍ ويډيويي رسنيزه غونډه وکړه.

په دغه يوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان او افغانستان د رسنيو مسلکي کارکوونکو ګډون کړی و.

دغې غونډې دوه برخې درلودې، چې يوه يې له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې او دوهمه يې له غرمې وروسته ۳:۰۰ پيل شوه.

په لومړنۍ غونډه کې د سولې بهير او راتلونکو پرمختګونو کې د رسنيو په رول خبرې وشوې.

د دغې غونډې سټېج چارې د «انډس نيوز» نړيوال خبري اژانس خبريالې سميره خان ته سپارل شوې وې.

د خیبر پښتونخو مرستيال وياند «سپيکر» محموجان دغې غونډې ته د ځانګړي مېلمه په توګه وينا وکړه.

خالده رشيد، خالد الفت، مجتبی قاسم او نرګس احسان په کې د افغان رسنيو په استازولۍ ګډون کړی و او د پاکستاني رسنيو په استازولۍ په کې سُمیره خان، رفعت الله اورکزي او اعجاز احمد خان ګډون درلود.

د دوهمې غونډې ډېر تمرکز د کابل او اسلام اباد ترمنځ په دوه اړخيزو اړيکو کې د رسنيو پر رول و.

د دغې ناستې د سيټېج چارې د «نيوز ون» ټلویزون خبريالې ناديه نقي له خوا پرمخ بيول کېدې او مشر ويناوال يې د پاکستان مشرانو جرګه کې د واکمن انصاف غورځنګ سناتور فيصل جاويد و.

د پاک-افغان ځوانانو ټولنې هيله ښکاره کړې، چې په دغه ناسته کې به د حکومتي سناتور شتون د دې لامل شي،چې دا بحثونه د پاکستان تر پاليسي جوړوونکو هم ورسيږي.

د غونډې په دوهمه برخه کې میر اقا پوپل، شازيه حيا، منيزه عباسي او اسد داودزي د افغان رسنيو استازولي وکړه او د پاکستاني رسنيو له لوري طاهر خان، فرزانه علي، منیزې جهانګير او نعيم الله يوسفزي ګډون درلود.

د دواړو هېوادونو خبريالانو وويل، چې د کابل او اسلام اباد چارواکي بايد د رسنيو ترمنځ همکارۍ ته زمينه برابره کړي، خبري اژانس او رسنۍ بايد د بهرنيو سرچينو پر ځای د خبرونو ترلاسه کولو لپاره د د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته خپل خبريالان ولري.

په دغه ناسته کې پر دې ټينګار وشو، چې رسنۍ بايد د سياسي ښکېلتيا پر ځای د خلکو او رښتيني وضعيت استازولي وکړي او د بې باورۍ د رامنځته کولو پر ځای بايد متوازن چلند وکړي.

د پاک- افغان ځوانانو ټولنه له تېرې څه مودې راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو او رسنيزو همکاريو لپاره په اسلام اباد کې غونډې کوي. دغه اداره وايي، دوی د ځوانانو د فکري پراختيا او وړتيا د غښتلي کولو لپاره کار کوي او د دې لپاره د نورو پروګرامونو لپاره هم هڅې کوي، تر څو د کابل او اسلام اباد اړيکې نورې هم غښتلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان هم رسنی لری او ټول نشرات یی هم له کراچی او راولپنډی څخه کیږی. آیا د هغوی کوم یو کس د دی غونډی ګډونوال وه که یه؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx