نړۍ

دسوریی وزیر دفاع په خپل کورکي مړ وموندل شو

Syrian_defence_minister(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۹) دمشق: له سوریی څخه په رارسیدلو راپورونو کي راغلي چي دسوریی هیواد ددفاع وزیر چي دتیري دوشنبي په ورځ دسوریی داولسمشر بشارالاسد له لوري له دندي ګوښه کړل شوی وو، تیره شپه خپل کورکي مړوموندل شو، دسوریی دولتي ټلویژیون خبرنشر کړی دي چي ښاغلي جنرال علی حبیب په طبعی مرګ باندي مړ شوی دي ځکه چي نوموړي په دی وروستیو کی سخت ناروغه وو، خوازادو سرچینو تراوسه پوري په دي اړه څه نه دي ویلي.

تیره دوشنبه ښاغلي اسد دیو مکتوب په صادولو سره جنرال اول داوود دښاغلي علی حبیب پرځای پردنده باندي وګماری،  وژل شوی  وزیر دفاع علی حبیب له ۲۰۰۹ څخه بیا تراوسه پوري دسوریی هیواد وزیردفاع پاته شوی وو.

له بله لوري داسی مالومیږي چي هغه وړاندوینه چي درواني میاشتی په لومړیو کي دامریکی دیوی مشهوري ورځپاڼي له لوري نشرشوی وو، چي کیداي شی دبشارالاسد خپله قبیله (العلوین) قبیله دبشارالاسد دنظام په وړاندي په انقلاب لاس پوري کړی، سیاسي شنونکي وایی لري نه ده چی علوین دی دبشارالاسد دنظام په وړاندي راوپاریږي، ځکه دلری کړل شوی وزیر دفاع کورني کوم چي تیره ورځ خپل کورکي مړوموندل شو هم دعلویانو له قبیلي سره تړاو لري اودنوموړي دکورني وګړي دبشارالاسد په پرتله زیات هم دي.

ورځپاڼه وایی چي دعلویانو قبیله چی دسوريی دنفوسو ۱۲٪ په سلوکی برخه تشکیلوي ددی لپاره دبشارالاسد دنظام ترشاه ولاړ دي، وایی کچیري دبشارالاسد نظام له سکوت سره مخ شي، په سوریه کی نوي راتلونکي حکومت به ددوی په عامه وژنه لاس پوري کړي.

نو ددي لپاره چي اوس دسوریی دحکومت مخالفین په سوریه کي دبشارالاسد په نظام کی دننه له علویانو څخه کارواخلي باید هغو یوډول تضمین ورکړي، چي راتلونکي حکومت کي به یی هرڅه خوندي وي، کچیري علویانو ته دحکومت دمخالفي ډلي چي اکثره سني مذهبه مسلمانان دي باور ورکول شي،داسي فکر کیږي چي په ډیره اسانه سره به علویان دبشارالاسد نظام په سلویزه توګه راچپه کړي.

په داسي حال کي چي حکومت په وروستیوکي دمظاهره کونکو په وړاندي په سخت عکس العمل لاس پوري کړي اوهره ورځ په سلګونو لاریون کونکي دبشاالاسد داداري له خوا وژل کیږي،  دسوریی دخلګو دپاڅون له پیله بیاتراوسه پوری ۱۵۰۰ لاریون کونکي وژل شوی دي، ویل کیږي دعلویی قبیلي مشران داهرڅه په غورسره څاري، او وینه چي ورځ تربلي پربشار الاسد باندی حلقه راتنګیږي، نوپه داسي حال کی دسوریی علویان غواړي چي دحکومت له مخالفینو سره کومي پریکړي ته ورسیږي، خو په دی شرط چي دمخالفینو له لوري کوم باور اوتضمین ورکول شي چي راتلونکي نظام کي به دعلویانو ژوند خوندي وي.

باید وویل شي چي له کال ۱۹۷۰ بیا ترکال ۲۰۰۰ پوری دسوریی ټولي چاری دعلویانو ترقبیلي پوري محدودي وی، خوکله چي په کال ۲۰۰۰ دحافظ الاسد په ځای دنوموړي زوي اوسنی بشارالاسد واک ته ورسیدي، ویی نه شو کړای چي دسوریی ټولی چاري یواځي ترعلویانو پوري محدوده کړي بلکه دحکومت کړي یی پراخه کړه اوسنیان هم په حکومت کی راګډ کړل، اوحتی چي نومومړي خپله په یوه سنه مذهبه کورنی کی واده وکړ، په هیواد کی یی دسنی مذهبه وګړو لپاه مسجدونه اومدرسي جوړي کړي، په کوم ښارکي چي ښاغلي اسد په یوه سني مذهبه کورني واده وکړ، هغه ښاراوس دبشارلاسد په وړاندي دمخالفت کونکو مرکزدي.

شنونکي وایی په سوریه کی اوس دډیریو سني مذهبه مسلمانانو مسئولیت جوړيږي چي هغه به په راتلونکي کي دهیواد له لږکیو سره لکه عیسایان شعیه ګان اوعلویانو سره څه کوي، ویل کیږي په سوریه کي شعیه مذهبه وګړي دسوریی دحکومت دمخالفینو په وژلو کي بی لوري پاته شوی دي، اومشرانو یی دسني مذهبه علماؤ سره له پخواڅخه لا کتلي دی ترڅو دراتلونکي حکومت لپاره ورته هررنګه ډاډ اوباور ورکړي.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x