افغانستان

د کندهار د جګړې وروستی حال

نن تکی اسيا:د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی څو تنو سرتېرو بريدګرو ملګرو د کندهار ولايت پر امنيه قومندانۍ او ولايت پر مقام په داسې حال کې ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې د ولايت مقام کې د لوړې کچې غونډه روانه وه.

خبر زياتوي، چې تر اوسه په ياده جګړه کې ګڼ لوړ پوړي او ټيټ پوړي دولتي چارواکي وژل شوي، خو کره شمېره يې لا نه ده معلومه.

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې د کندهار ولايت پر مقام او امنيه قومندانۍ ډله ييز بريدونه له کابو يو نيم ساعت مقاومت وروسته د ۱۹ بريدګرو په وژنه پای ته ورسيدل؛ مګر د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د عيني شاهدانو له وايي، چې جګړه تر ماسپښين يوې نيمې لا هم روانه وه او ګڼو دولتي چارواکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
طالبان سيمه کې د خپل يو همکار له قوله وايي، چې د ولايت مقام کې د ټاکنو په اړه د لوړې کچې غونډه روانه وه، چې طالبانو پرې ډله ييز بريدونه پيل کړل.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې سيمه کې يې ګڼ امبولانسونه ليدلي، چې مړي او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدول.
د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x