افغانستان

پر طالبانو د بندیزونو څارونکي ټیم ماموریت وغځول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه ټیم ماموریت غځولی چې پر طالبانو او په هغوی پورې اړوندو مؤسساتو باندې د لګول شویو بندیزونو څارنه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر طالبانو او په هغوی پورې تړلو مؤسساتو باندې د لګول شویو بندیزونو د څارونکي ټیم ماموریت د دوولس میاشتو لپاره تمدید شوی، تر څو د بندیزونو د پلې کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات راټول کړي.

د خبرپاڼې په بنسټ، یاد پنځلس کسیز ټیم ته لارښوونه شوې چې د بندیزونو د نه تطبیق د مواردو په اړه هم مستند معلومات را غونډ کړي.

د امنیت شورا  له لوري په همدې تړاو رابلل شوې ناسته کې د يادې شورا غړو افغانستان کې د جګړې د شدت په زیاتوالي اندېښنه ښودلې؛ خو تر څنګ یې د افغان سولې لپاره روانې هڅې وستایلې.

پر طالبانو باندې د بندیزونو د څارونکي ټیم ماموریت داسې مهال غځول کېږي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او هڅه کېږي د افغانستان شخړې ته یو سیاسي حل وموندل شي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره په یو وخت د امریکا متحده ایالاتو باید له امنیت شورا سره په همغږۍ پر طالبانو لګېدلي بندیزونه لیري کړې وای.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره په وروستۍ لیدنه کې يې په همدې تړاو خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د کابل حکومت استازې «عادله راز» بیا پر طالبانو  د بندیزونو څارونکي ټیم د ماموریت غځېدل ستایلي او دا یې د طالبانو دکړنو د مهارولو په برخه کې اغېزناک ګام بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د طالبانو په سیاست کی یو لوی شاته تګ دی.
کچیری طالبان اوس هم ځانونه نړی سره عیار کړی، لاری بندی نکړی، نړیوالو سازمانوته د کار زمینه په خپلو ساحو کی برابره کړی او پریږدی چی انسانی، طبی او بشری مرستی بیوزلو ته ورسیږی، د عامه تاسیساتو ساتنه وکړی نو هر څه به حل شی. داسی خو سیاست نه کیږی چی دوی به پر خپل خره چپه سپاره وی او دنیا والو څخه به غوښتنه د حکومتداری او سیاست کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx