افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د مذاکراتو تر بیا پیلېدو وړاندې دې له خلګو سره مشورې وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونو د اجنډا د موضوعاتو په اړه د لا مشورو په موخه درې اوونیزه وقفه اخیستې؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د مذکراتو تر بیا پیل کېدو وړاندې باید د کابل مذاکراتي ټیم د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره لیدنې وکړې او د هغوی مشورې واخلي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اشرف غني نن ماځیګر د خپلې مېرمنې، دواړو مرستیالانو او د پخلاینې عالي شورا رییس په حضور کې د کابل مذاکراتي ټیم له غړو سره ولیدل ، د هغوی راپور یې واورېد او له هغوی یې مننه وکړه چې  د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» ښه استازولي یې کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني مذاکراتي ټیم ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې باید «د افغانستان له خلګو» او له مختلفو اقشارو سره مشورې وکړي؛ تر څو دده په خبره، د هغوی ښه استازولي وشي.

غني داسې مهال د کابل مذاکراتي ټيم ته له خلګو سره د مشورې کولو امر ورکوي، چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ته ناستو ټيمونو د اجنډا د موضوعاتو لستونه تبادله کړي او توافق یې کړی، چې د موضوعاتو او د مذاکراتو د راتلونکي پړاو په اړه د لا مشورو په موخه درې اوونۍ وقفه واخلي.

له خلګو سره د مشورو په اړه د اشرف غني حکم داسې مهال دی، چې بېلابېل جهتونه په ټاکلې نېټه د مذاکراتو په بیا ځلې پيل کېدو ټینګار کوي.

د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د مذاکراتو د یوې ورځې ځنډ هم د افغانانو د رنځ او غم دوام دی؛ نو ځکه باید ټیمونه په ټاکلې نېټه د مذاکراتو مېز ته ور ستانه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم د جګړې له دوام سره په یو وخت د مذاکراتو درېدو اندېښمن کړی او په ټاکلې نېټه د خبرو د بیا پیل کېدو وړاندیز يې کړی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx