افغانستان

ایران کابل حکومت ته له فاطمیون ملېشو څخه د کار اخیستلو وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل حکومت ته وړاندیز کړی، چې که لیوالتیا لري کولای شي له فاطمیون ملېشو څخه کار واخلي.

فاطمیون ملېشې چې ایران یاد هیواد ته له ورغلو  افغان کډوالو جوړې کړې دي، او په سوریه او نورو هیوادونو کې يې د شیعه رژیمونو په ملاتړ جګړو ته لېږلې دي؛ د افغانستان په ځینو برخو کې يې هم د فعالیت خبرونه ورکړل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، چې فاطمیون یو تر ټولو ښه ځواک دی چې که کابل حکومت میلان لري، کولای شي کار ترې واخلي.

نوموړي د طالبانو په اړه ویلي، چې هغوی لا هم د ایران په قوانینو کې د «ترهګرو ډلو» په لست کې شته.

ظریف ددې تر څنګ له افغانستان او سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپل زوړ دریځ تکرار کړی، او په خبره یې، هغوی باید نور له دې سیمو ووځي.

د ظریف له لوري پورتنی وړاندیز داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه هم خبرو ته ناست دي.

ورته مهال داسې خبرونه هم شته، چې ښيي کابل حکومت د مرکزي حکومت د سقوط له وېرې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وسلې ویشل پيل کړي او هوډ لري د طالبانو په وړاندې ملېشې جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

فاطمیون دئ که هر نور غول وی افغانستان دپشتنو زائ بغیر له پشتونه نور دی چا پلار هم انتن نه ورکوئ پشتون سه د عراق سوریه فلسطین عرب نه دی، پشتون پشتون دئ …

عظيمی

د منافق او دوه مخه انسان په خبرو او عمل کی ځان رسوا کوی الله دي دوی و شرموی۔ ستاسو فاطيميونو او نورو د خمينی زامونو څه ګلان په عراق ۔ سوریه ۔ لبنان او فلسطین کي وکرل چه اوس يي په افغانستان کي وکری۔ اوس ایران هم په افغانستان کي مذهبی جنګو ته لمن وهي او غواړی شعيه او سنی سره وجنګوی او دي په ساحه کي سياسی او اقتصادي ګټي تر لاسه کړي او په عين حال کي به د فاطیمينو څخه ځان خلاص او معاش به يي د کابل دولت ور په غاړی کړی۔ د پاکستان سره… نور لوستل »

طوطی

کابل خو اوس هم د فاطمیون د ملیشو څخه استفاده کوی خو البته په ارګ او ځینو نور برخو کی چی صرف زنانه فاطمیون پکی منل کیږی نه نارینه.

سیدزرغون شاه آغا

جواد احمق لکه چی د ګورګین تاریخ هیر کړی دی. د حاجی میرویس خان هوتک د توری شرنګ یی د ګوږو څخه وتلی دی.
لا تر اوسه یی ماغزه په قرار نه دی***** چا چی زما سره وهلی سر په سنګ دی. خوشحال خټک

عبدالمالک همت

ايراني واکمنو په سوريه کي د بشار اسد د خونخور رژيم په پلوي او په ځينو نورو عربي هيوادونو کي د اهل سنتو پر ضد زښت زيات جنايتونه کړي او په ايران کي له مېشتو اهل تشيع افغانانو څخه يې فاطميون لښکر جوړ کړی او د داعشيانو پر ضد يې سوء استفاده ځني کړې ده. له دې امله داعشيان په افغانستان کي پر اهل تشيع باندي له ډېره مهاله د غچ اخيستلو په موخه بريدونه کوي، اوس ايراني حکام غواړي د دغه فاطميون لښکر يو شمېر جګړه مار افغانستان ته د تشيع د ننګي او ساتلو لپاره راواستوي او په… نور لوستل »

غوربندي

ایران به ډېره لویه تېروتنه وکړي که چېرته افغانستان ته د عراق او سوریې په سترګه کاږه راوګوري

طوطی

غوربندیه بیا سلام: داسی ښی ښی خبری کوه چی غیرت پکی نغښتی وی.

احمد

د جواد ظریف خبره د ایران څرګند رسمي نظر بلل کیدای شي پدې نظر سره دوی غواړي چې افغانستان کې دشیعه مذهب مدافع وکیلان جوړ شي د دوی خباثت له تیر څوارلس سوه کاله سابقه لري که دوی په دې کار عمل وکړ انشاالله چې همدا عمل به دې دوی د انحطاط سبب شي او د داعش د فتنې په شکل به انشاالله دا درد سر به هم ورک شي

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x