افغانستان

ګوانتنامو کې بندي افغان «محمد رحیم» له ناروغۍ کړېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په ګوانتنامو زندان کې د بندي پاتې دوو افغانانو له ډلې د یوه تن «محمد رحیم» د روغتیا په اړه اندېښنې راپورته شوې دي او داسې ویل کېږي، چې ښايي نوموړی په سرطان اخته وي؛ خو د زندان چارواکي يې د درملنې لپاره زمینه نه برابروي.

محمد رحیم چې اوس پنځوس کلن دی، دوولس کاله کېږي د امریکا په «ګوانتنامو» زندان کې پرته له دې چې محکمې ته وړاندې شي؛ د تورو تمبو شاته د «یوه نامعلوم جرم» په تور د ژوند شپې سبا کوي.

درې کاله وړندې د ګوانتنامو اړوند یوې کاري ډلې «جواینټ ټاسک فورس» د محمد رحیم د وجود ازموینه وکړه او څرګنده شوه، چې د نوموړي په سږو، پښتورګو، ینه او پوښتیو کې د نسجونو پاړسوب لري او ښایي له امله یې د سرطان په وژونکې ناروغي اخته شي.

زندان کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي یوه مرکز د وړاندوینې په اساس که څه هم د زندان مسئولینو ژمنه وکړه چې د رحیم د وجود رنګه ایکسرې «MRI» به کوي؛ خو وروسته یې کړې پرېکړه بیرته واخیسته.

د محمد رحیم ورور «عبدالباسط» چې پنځه کاله یې د افغانستان په «باګرام» زندان کې د بندي په حیث تېر کړي او اوس یې په برتانیا کې سیاسي پناه اخیستې؛ د خپل ورور روغتیايي حالت ته اندېښمن دی او په خبره یې نوموړی ښایي سرطان وي، چې ځانګړې درملنې ته اړتیا لري کومه چې په ګوانتنامو کې يې زمینه مساعده نه ده.

باسط له الجزیرې سره په خبرو کې د خپل زندان بدې ورځې یادې کړې او دده په الفاظو «ما په باګرام کې پنځه کاله تېر کړل، زه پوهېږم چې هغوی له بندیانو سره څه ډول چلند کوي.»

د نوموړي وکیل «جیمز ویلنټاین» که څه هم هڅه وکړه، د رحیم د ناروغۍ اړوند اسناد خپاره کړي؛ خو د امریکایي ادارو له لوري اجازه ورنکړل شوه.

جیمز د امریکا د بشري حقونو کمېسیون ته عرض کړی، چې د رحیم د ناروغۍ د درملنې په برخه کې د ګوانتنامو د چارواکو عمل له هيڅ ډول قوانینو او معیارونو سره اړخ نه لګوي.

رحیم چې په بند کې يې د ژوند دوولس کلونه تېر کړي، تر دې دمه هيڅ محکمې ته نه دی وړاندې شوی او نه هم پر نوموړي باندې د لګول شویو تورونو د ثابتولو او یا سپیناوي هڅه شوې.

د رحیم پخوانی وکیل «کیوین» د نوموړي حالت د افسوس وړ بولي او په خبره يې ګوانتنامو هغه «وروسته پاتې» نړۍ ده چېرې چې مجرمینو ته تر بې ګناه وګړو زیات امتیازات ورکول کېږي.

د کیوین له قوله، دا چې محمد رحیم په جنګي جنایتونو کې ښکېل نه دی؛ نو ځکه به محکمې ته وړاندې نکړل شي او که چېرې هغه محکمې ته ولاړ نشي؛ کله به هم دا فرصت ونه مومي چې خپل ځان بې ګناه ثابت کړي.

ګوانتنامو چې ډېرو افغانانو پکې د بندیانو په حیث شپې سبا کړې، اوس د افغان بندیانو له ډلې محمد رحیم او «اسدالله» پکې پاتې دي.

څه موده وړاندې داسې ویل کېدل، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له امریکایي چارواکو سره ګوانتنامو کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي؛ خو لا هم په دې برخه کې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو د توافقنامی لاسته راوړنه څه وه؟ دا ۵۰۰۰ طالب چی خوشی شول دا خو د خبرو له لاری هم خوشی کیدای شول. توافقنامی سره نه سوله راغله او نه هم د افغانانو وژنه کمه شوه. د طالب اولین شرط باید له ګوانتانامو څخه د خلکو خوشی کول ول خو دوی چی زه وایم په سیاست نه پوهیږی بیا به غوربندی او بیانزی پر ما نیوکی کوی او رد او بد به وایی. ګوری قریشی د طالب تر مخ څرګندونی کوی چی که هند فاکستان سره جنګ شروع کړ دا به د سولی پر پروسی هم بده اغیزه وکړی طالبان… نور لوستل »

عبدالمالک همت

الهي ستاپر مسلمانو بنده ګانو دا بې رحمه کفار دغسي غير انساني ظلمونه کوي، نو پردوی باندي ستا د رحم او پر کفارو باندي ستا د غضب دعا درته کوم .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x