
شعـــــرونه
خدای دې همېش لره د ژوند چینار پخیر وطنه/ خدرخېل
جانان خدرخېل
خدای دې همېش لره د ژوند چینار پخیر وطنه
ورځ دې پخیر، شپه دې پخیر، سهار پخیر وطنه
د مینې پیل دې شي، د عشَق تار دې وغځېږي
مرغ دې یې ښۀ وي، ستا د ګل ګوزار پخیر وطنه
په واورو بیا شوې منور لکه فاضل مولوي
دغه د فیض او فیضلت دستار پخیر وطنه
ماشومه ژبه دې د زړۀ په “الله هو” ګویا شه
د زندګۍ او بندګۍ دې لار پخیر وطنه
زما دې ګل ځواني په غرونو کې لېوان وخوري خو
ستا دې رب ساتي د ګلونــو ښار پخیر وطنه
زما یو سر دی او دا سر له تا یو زر وارې ځار
د محبت کار دی، راځي دې دار پخیر وطنه
ژوند امانت دی او بل دا چې حالات ډېر نازک دي
څنګه به وړو دا د بنګــړیو بار پخیر وطنه
د “خدرخېل” زړۀ کې دې ځای دی؛ ښۀ راغلاست لالیه
هر کله راشې، ستړی مشې یار! پخیر وطنه