دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«شپږمه برخه»

اسدالله رزين

یتیم د مکې او طایف په کږلیچو کې:
حارث او حلیمې دواړو د آمنې کره بیخې لیږ بریځر(ناشته)وکړه چې د طایف په لور وخوځیدل او د دایي ګانو قافله سهار وختي کډه سوې وه. حارث پخپله لویدلې اوښه او حلیمه پخپله ډنګره خره سپره او د دښتو په لور له مکې ووتل.

هغوی اندیښمن وو چې څرنګه به وکولای سې چې په دې لویدلو څارویو په قافله پسې ورسیږي.

له دی ناخبره چې د سپرو له ټولي یو هم محمد ده چې اوښه او خره په ټول وس او هوس تیز او زړور ګامونه اخلي چې په محمد پردیسي اوږده نه سې او زر خپلو مېلمنو پالو عبدالله او شیما ته ورورسیږي.

د سفر څرنګوالي داسې ښوده لکه چې څاروي هم خبر وي چې د کونینو سردار یې سپور ده.

حارث او حليمه هم حیران وو او کله کله به یې نه سوای منلای چې دا به هغه څاروي وي.

حارث او حليمې یو بل ته وکتل او ویې منله چې دا بې له شکه ددې ملکوتي او ښایسته محمد برکت ده.

حارث او حلیمه د لاري په اوږدو کې ستړي سوي او وږي سوي ؤ، نو ځکه تر یوې ونې لاندې له خپلې اوښې او خرې را کته سؤ.

حارث اوښې ته ورغی چې ویې لوشي که یې څه شیدې ترې بود کړې.

حارث چې د اوښې غولانځې ته لاس وروړ که ګوري چې له شیدو ډکه ده، کله چې یې په لوسلو پیل وکړ ویې لیدل چې شیدې په ټول زور او شور د اوښې له تیو دارې وهې او لوښې ډکوي، هک پک سو او حلیمې ته یې ورنارې کړې چې راسه د اوښې په غولانځ کې دومره  ډیرې شیدې دي چې په ټول ژوند کې مو نه دي ترې لیدلې.

حلیمه مسکۍ سوه او ورته ویې ویل چې: دا د دې نیک یتیم نیک پل ده او کیدای سي چې نورې نیکمرغۍ هم راباندې ولوریږي.

حارثه! تا ولیدل چې کله مې د مور له غیږې رااخست هغې په څومره ډیره مینه هغه مچو کاوه او د اوښکو سیل یې له سترګو راروان ؤ.

حارثه! هغه نه وه ملامته چې اوښکې یې تویولې ځکه چې هغه یې د وفادار میړه یواځنۍ نښه وه او هغه نه وه خبره چې له محمد سره به مورنۍ مینه وسې او که یا.

که د شپې په زړه کې راویښ او یا په ویښیدو اړ ایستل سې ایا دایه به د مهربانۍ لاس پرې واچوي.

حارثه! نه دې ولیده دوو پردیو ښځو چې د خپلوۍ هیڅ ډول اړیکې یې له یتیم سره نه لرلې دمخه ښې په مهال کې څرنګه هغه په خپلو اوښکو کې ولمباوه او داسې ایسیدې لکه چې څوک په زور روح ځنې باسي، نو ښکاره خبره ده  چې دا یو عادي ماشوم نه دی.

حارثه! په یاد دې دي چې دغو دریو پاک لمنو میرمنو د اوښکو او سلګيو د زور په مهال کې راته وویل چې: د سفر په پیل کې دا تلپاته ماشوم یو وار نیکه ته ورښکاره کړي چې ورته وګوري او د خیر په دعاوو یې په خدای وسپاري.

حارثه! ودې نه لیده چې هغه درانه سپین ږیري له ټول دروند والي او وقار سره سره د خپلو اوښکو مخه ونه نیولای سوای او په څومره زړه سواندو او پارونکو کلمو کې یې له هغه سره مخه ښه وکړه.

په داسې حال کې چې پلرونه د یو همیشني دود له مخې خپل ماشومان دایي ګانو ته ورسپاري او په مخه ښه کوي یې.

حارث ،حلیمه او محمد لیږ مهال د ونې تر سیوري لاندې واوسیدل او بیا په خپلو څارویو سپاره په بهیر پسې روان او ډیر زر بهیر ته ورورسیدل.

د لویدلو څارویو دغه مستانه او تیز خوځښت ټول بهیر هک پک کړ او له بهیره سره یوځای خپل کور او کلي ته ورستانه سول.

حلیمې خپله ټوله مورنۍ مینه تر محمد جاروله او حارث هم هیڅ نه ترې دریغول.

یتیم د بني سعد په قبیله کې[2]:
محمد(ص) که په صورت کوچنی و خو روحا او معنا هغه ډیر لوی و او مبارک روح یې ان هغه مهال نړۍ په وړانګو کې لمبوله چې: په آدم(ع) او حوا کې لا روح نه و چلېدلی.

هغوی په صورت کې خاتم انبیاء و او په معنی کې د عالم د خلقت پیل او د انبیاؤ(ع)د کتاب سریزه وو.

وایي: د تي رودلو دوه کاله چې محمد د بني سعد د قبیلې د پتمنې لور حلیمې په پالنه کې پاته سو د رحمت وریځو د حارث د کورنۍ په سر خیمې وهلې وی، له هره لوري پرې رحمت اوریده او د هغوی لوریدنې یې په محمد څوچنده کولې.

د کلو کلو و چې ځمکې یې خړوبې سوې، مالونه یی ماړه سو، د لنګو شیدې یې له تمامه ووتې او د خلکو په منځ کې هغه موضوع چې بحث به پرې کیده هغه د حارث کور و.

محمد د خپل مبارک عمر په دریمه میاشت کې کله چې به حلیمې په غیږ کې ونیو او پۍ به یې ورکولې کولای یې سوای چې کیني او د خپلې مور په کالو لوبې وکړي.

د مبارک عمر په څلورمه میاشت یې د(امة)یعنې مور کلیمه له مبارکې خولې راووته او د حارث له کوره د خوښې نارې راپورته سوې.

حارث هم په یاد مناسبت د خپل قوم ټول خلک رامیلمانه کړل، لويه میله جوړه سوه: اسان وزغلیدل ،ډولونه ووهل سول  د غشو ويشتلو سیالۍ هم ترسره سوې، د زمانې ټنډه د حارث د کور په وړاندې بلکل پرانیستې وه، هیڅ یې نه ترې سپمول، د دوی کور د هر چا د پام وړ ؤ، د حارث کور د زیارت په ډول ومنل سو او په دغه وخت کې د محمد مبارک عمر نور د یوه کال د پوره کیدو شیبې لنډولې، خو که له یوه لوري محمد د خپلې مهربانې رضاعي مور حلیمې په غیږ کې د راحت شپې او ورځې تیرولې ،له بله لورې يې مور آمنه د بیلتون په نویو لمبو کې سوځیده.

دام ایمن او ثویبې مورنۍ او معصومې څیرې هم د محمد د بیلتون په دوړو سپیرې وې،په ملا کړیپ نیکه چې تازه یې د ځوانيمرګ زوی عبدالله د ویر ټغر ټول کړی ؤ، یو وار بیا د محمد د بیلتون په څرخاونو کې له دیوالو ووهل سو.

دغو څلورو پاکو زړونو ټولو یو ګډ د جلاوالي درد او یوه ګډه د وصال هیله لرله.

یادې څلور څېرې چې په مخونو کې یې د محمد د مینې نور ځلیده ډیر به په ګډه مینه او ګډ بیلتون کې سره راټولیدل او د ناهیلۍ اوښکې به یې سره تویولې او کله کله به یې د اوښکو په پیغامونو کې یو او بل ته تسلي هم ډالۍ کولې.

یوه روځ له روځو بیا هم د محمد د بیلتون په بټۍ کې ویلې سوې څیرې سره یوځای او د زړه خواله یې سره رامنځته کړل چې: یو ناڅاپه ام ایمن له خولې راوایسته: څه به وسي چې زه ولاړه سم او د محمد احوال راوړم.

دا ډیر په زړه پورې وړاندیز و، خو د طایف ویرونکې دښتې دې ته نه وې جوړې چې یوه ښځه دې په یوازې ډول سره هغه لنډې کړای سي

هغه و چې عبدالمطلب ثویبې ته وویل چې: ابولهب ته زما له خوا ووایه چې له ام ایمن سره د محمد د حال راوړو لپاره طایف ته ولاړ سي.

عبدالمطلب ولاړ او د کعبې په دیوال یې تکیه وکړه ،آمنه او ام ایمن د خیال په ټالو کې پاته سوې ،خو ثویبه په ټوله مینه او هوس او تیزو ګامونو د ابولهب لور ته ور روانه سوه.

لږ شیبه وروسته ثویبه راستنه او خبر یې راوړ چې ام جمیل ابو لهب ته طایف ته د تلو اجازه ورنه کړه.

عبدالمطلب هم خبر او د ډیرې خواشینۍ په حال کې د آمنې کور ته راغی او ورته ویې ویل چې: مه خپه کیږئ ما بله ډیره ښه چاره سنجولې او هغه داچې: زه به خپل مريي(جابر) له ام ایمن سره واستوم.

دا وړاندیز د ټولو خوښ او د سفر په څرنګوالي کې پاته سو، عبدالمطلب دوه اوښې او له توانه سره برابر اوړه، خرما ، نور شیان او څه نوي او زاړه کالي د حارث او حلیمې لپاره سره راټول کړل، آمنې هم محمد او عبدالله د محمد د تي رودلو ورور ته څه کالي تیارکړل.

د سفر لپاره ټاکلې ورځ راورسیده او په سپیده چاود کې جابر او ام ایمن دواړه په اوښو سپاره طایف ته وخوځیدل.

ام ایمن د حبیب د لیدو په شوق وه په اوښه یې زور اچاوه چې کوټلې ګامونه پورته او زر یې د وصال په خوند سترګې سړې او زړه ښاد کړي.

د اوښې په اخلاص کې هم کمی نه تر سترګو کیده، اوچت ګامونه یې پورته کول او دښتې یې شاته پری ښودې.

دغه وړه قافله د څو ورځني سفر له لنډولو وروسته د یوې شپې په تیاره کې طایف ته ورسیده او په یاده قبیله کې د حارث د کور پوښتنه وکړه چې: د حارث د نوم په یادولو سره د خلکو له بې مخینې هرکلي سره مخ سو او بې ځنډه یې د اوښو مهارونه ځنې ونیول.

د وړې قافلې دواړو لورو ته ډیرو خلکو د حارث میلمنو ته هرکلی وایو، ترڅو چې د حارث د کور مخې ته ورسیدل، اوښې یې خې کړې.

چا پېټې کته کول، چاپه خبرو میلمانه خوشاله کول او چا بیا د حارث دروازه ورټکوله. ام ایمن په خیالو کې تللې وه چې ولې له داسې تاوده هرکلي سره مخامخ سو چې ورپرانستل سو، شیما  د حارث لور یوه واړه ماشوم چې ښکلا یې د څوارلسم سپوږمۍ وارخطا کوله، ترلمن نیولې وه د میلمنو او هرکلی کوونکو نندارې ته راښکاره سو.

ام ایمن چې دا د حسن ټوټه ولیده په  بې صبرۍ یې ورمنډه او په ټوله مینه یې په  غیږ کې ونیو او پوښتنه یې وکړه چې دا محمد ده؟، خو بې له دې چې د هو یا،یا ځواب واوري مچو او پسې مچو یې کړ.

بيايې وپوښتل دا محمد ده؟ محمد باید کوچنی وای چې شیما ورږغ کړ هو دغه محمد ده.بیایې مچو او داسې یې ټوله غیږ پرې ډکه او خوشاله کړه چې د یوې خوږمنې مور خوند یې کاؤ، محمد یې په غیږ کې و چې له حلیمې سره یې په مخ ښکول، او بل لوري ته بیا حارث له جابر سره په هرکلي لګیا و.

حلیمې د محمد ټول کرامتونه ،برکتونه او د پرله پسې خوشالیو لړۍ یوه یوه د ام ایمن له مخې کیښودله او محمد یې د ویاړوړ هستي ونوماوه.

ام ایمن په کالو کې نه ځایده او ویل یې چې کشکې مې کوڅر درلودای چې د محمد حال مې یو یو آمنې ته وروړی وای.

ام ایمن او جابر څو روځې د حلیمې کره پاته سو او ام ایمن په دغو شپو او ورځو کې ښه ځان د محمد په مینه موړ کړ. تل به یې په غیږ کې او مینه به یې ترې جاروله.

محمد یې له نوې مینې سره هم بلد کړ چې د ستنیدو شیبې یې راورسیدې او د مکې په لور وخوځیدل.

ام ایمن په فکر کې وه  چې په څه ډول ښایسته الفاظو کې باید دا زیری آمنې ته ورسوي! چې له محمده د بیا بیلتون خیالو به یې ټوله خاکه ورګډه وډه کړه. دغه شیبې وې چې د محمد د حال اخستو قافله مکې ته ورسیده او ام ایمن په منډه منډه ځان آمنې ته ورورساوه او د محمد د پوره روغتیا، کرامتونو، برکتونو او د بني سعد په قبیله کې د محمد د مقبولیت او منلو په زیري یې د آمنې د هیلو ګلستان بیرته د پسرلې په رنک کې ور و رنګاوه، سترګې په لاره او په ملا کړوپ نیکه یې هم د خبر له اوریدو سره برابر د  کعبې له سیمې راووت په لوی زړه او پیاوړو ګامو یې ډیر زر هغې ناستې ته ځان ورورساو په کومه کې چې ټول د ام ایمن سترګو لیدلي پیغام ته یو غوږ ؤ. د محمد (ص)خپلوانو د ډاډ ساوې وکشې، عبدالمطلب او د بني عبد مناف نورکسان کعبې ته ولاړل او د شکر لپې  یې پورته کړې.

یواځنی څوک چې د نه لوریدنې اور پرې بل او پکې سوځیده هغه ام جمیل د ابولهب میرمن وه.

د محمد په دوه کلنۍ موده کې دا لومړی ځل و چې د خواشینۍ نښې یې په نوراني مخ راښکاره سوې او دا هغه مهال و چې کله ام ایمن او جابر بیرته مکې ته روان سوو.

محمد نه و ملامت ځکه چې ام ایمن ډیره مینه ور کړې وه، د محمد لپاره بیخې نوې خبره وه چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي له لوري په دومره لوړه کچه نازول کیږي چې دې ته یې پام وراړوي چې دی تر حلیمې بله مهربانه مور هم لري، هغه چې دی یې په نس کې راټوکیدلی و، حلیمه هم چې تر حقیقي مور ډیره لیږ نه وه بې له ځنډه یې د محمد په نوراني مخ کې د خواشینۍ نښې ولوستلې، نو زیار به یې یوست چې د هغه د خوښۍ اسباب ورته راټول کړي، خو محمد داسې ښکاریده لکه څه چې یې ورک کړي وي، حلیمې  دی څړ ځای ته ورسره بوت، دی یې د یوې ونې تر سیوري لاندې کیناوه او دې ونې ته نیزدې په یوه لښتي کې کالې پریمینځل.

رښتیا هم چې  محمد سارا ته وتلو تر یوې کچې پورې خوشاله او د ام ایمن خیال یې له سترګو لري سو.ځکه چې کله به د اوبو بهیدو خوشاله کاوه، کله به یې له بوټو او وښو سره لوبې کولې ،کله به رمې ته ورغی او کله کله به یې د طایف شایسته غونډۍ په ډیر غور د سترګو لید لوری سوې.

حلیمې په ډیره خوشالۍ کالي پریمینځل ځکه چې  د محمد سات تیر ؤ چې ناببره یې یوه ډله خلک تر محمد راچاپیر ولیدل چې په ټوله ځیرکۍ محمد له سترګو تیروي. هر لوري او هر څه ته یې ګوري.

حلیمه وډاریده او په وړ وړ خیالو کې لاهو سوه، کلی هم لرې و چې ورچیغې يې کړې.

حلیمه په دغو خیالو کې وه چې  یوه ښایسته ښځه ور تیره سوه او حلیمې ته یې سهار په خیر وویل.

حلیمې هم ورته ځواب ورکړ، هغې ترې وپوښتل چې دا ماشوم دې زوی دی؟ حلیمې په هو ځواب ورکړ. د عمر او نامه پوښتنه یې هم ترې وکړه، حلیمې ځواب ورکړ! د دوو کلو او نوم یې هم محمد دی، خو دا چې محمد تر دوو کلو لوی ښکاریده او د محمد نوم هم ورته نابلده و، نو هک پک پاته سو چې بیا یې پوښتنه وکړه؟
د میاشتې په سر، منځ او که په پای کې پیداسوی؟ خبرې کوي؟ اوڅه وخت یې په خبرو پیل کړی؟

حلیمې خبرې ورپرې او داسې یې ورته وویل:لکه نور ماشومان خوري، څښي، خبرې کوي او زیږیدلي هم همدغسې دي.

څه پیښه ده چې دومره پوښتنې کوئ او د ډلې له مینځه یوه بوډا چې د کاهن په جامو کې  وو(د یهودو او نصاراو مذهبي مشر) ور مخ ته او حلیمې ته یې وویل: زموږ په دیني کتابو کې راغلي چې په دغو کلو کې په همدغه عربي خاوره کې یو ماشوم زیږي چې هرڅه به یې خارق العاده وي.

داسې پیغام به راوړي چې ټول دینونه به له منځه یوسي، بوتان به مات کړي او د دینونو د تاریخ لوری به وربدل کړي.

کاهن خپلې ټولې خبرې د تورات د څو آیتونو په لوستلو په تورات مستندې کړې. حلیمې یې خبرې ورپرې کړې او ورته ویې ویل:
پلار یې سپین ږیری او دا یو عادي ماشوم ده.

موږ‌ خارقه نښه هم نه ده ترې لیدلې، بد نصیبه هم ده له پیداکېدو تر اوسه یې زموږ مالونه په کمیدو دي. او هم د ولادت په وخت  کې ډیره ورسره په تکلیف سوم.

حلیمې ډیرې دارنګه نورې خبرې هم ورته وکړې چې د دوی فکر واړوي، کاهن ډوله بوډا ورته وویل: بس موږ پوه سو، خو که دا زموږ غوښتونکی ماشوم وای دستي مو له منځه وړ. او ځان مو ترې اسوده کاوه.

یهودي ‌ډلې حلیمه پخپل ځای پرې ښوده او بیا تر محمد راچاپیر او خپلې څیړنې یې د هغوی په اړه سرته ورسولې، خو په دې ټول حال کې محمد ډیر آرام او بې پروا وو، کله به یې ترې راتاو خلکو ته کتل او کله به یې مبارکې سترګې د اسمان په څنډو کې وګرځولې.

د حلیمې زغم خلاص او په ډیره چټکتیا یې محمد ترلاس ونیو او د لښتي غاړې ته یې ورسره بوت او په موخه پسې راوتلې ډله پخپل ځای میخ پاته او سترګې یې په ټول غور په محمد پورې ګنډلې وې.

د حلیمې خیالونه توفاني او د زغم کاسه يې هم تر څنډو وه که ګورې چې د کلي یو سپور یې ولید چې تیریږي، حلیمې ورنارې او تر کوره پورې د کالو وړلو مرسته یې ترې وغوښته.

د آس سپور هم پوه سو چې حلیمه  په تنګه کې راګیر ده، نو په چټکۍ حلیمې ته راغی. آس یې وتاړه او حلیمې ته یې وویل چې: خیر خو به وي.

حلیمې (احسان)نومې پیاوړي زلمي ته چې تل به وسله هم ورسره وه وویل چې:

دا ډله کیدای سي چې د یثرب یهود وي او له ما یې د محمد په اړه ډیرې پوښتنې وکړې او ښکاریده داسې چې ښه نیت یې نه درلود.

یادې ډلې چې احسان ولید ټول پخپلو څارویو سپاره او ولاړل.

حلیمې خپل کالي په خره واړول او محمد د حسان په غیږ کې په آس سپور د حارث کور ته ورسیدل.

حارث د احسان ډیر درناوی وکړ او بیا پخپله مخه ولاړ. کله چې حارث او حلیمه سره دوه په دوه سوه نو بیا حلیمې ډیر ورته وژړل. حارث یې له حاله خبر او دا یې پرې ورډیرکړل چې:
نور بیخي اړینه ده چې محمد خپل کور مکې ته په خیر ورساوه.

حارثه! زه ډاریږم چې محمد ته څه ورپیښه نه سي، حارث ورسره ومنله او حلیمې د محمد له تي د جلا کولو پیل وکړ. حلیمه چې محمد ته د تي ورکولو له سعادته بې برخې کیده ورته ستونزمنه وه، خو هیڅ چاره يې نه وه.

محمد یې له تي جلا او د اوښې او میږې پۍ به یی ورکولې، محمد د تي رودلو موده ډیره ښه تیره کړه.له هیڅ پیښې سره نه سو مخامخ او دا چې په یاده موده کې یې هیڅ بې صبري ونکړه هرچاته د حیرانتیا وړوه او بیا دواړو حارث او حلیمې چې محمد هم ورسره و مکې ته د سفر ملا وتړله.

[1] سیرت النبي محمدشاه ارشاد ج۱ص۴۹

[2] سیرت النبي محمدشاه ارشاد ج۱ص۵۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx