افغانستان

خلیلزاد: طالبان او کابل حکومت باید زر تر زره سیاسي توافق ته ورسیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبان او کابل حکومت هڅولي ترڅو په لنډ وخت کې یو سیاسي توافق ته ورسیږي.

خلیلزاد دا څرګندونې د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ «اغوجان» کلي کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله د وژل شوو ماشومانو پېښې ته په غبرګون کې کړي او دا پېښه یې زړه ماتوونکې بللې ده.

نوموړي په هېواد کې روان پوځي عملیات او تاتریخوالي غندلو ترڅنګ په افغانستان کې «نفاق» خپروونکي د سولې روانې پروسې دښمنان یاد کړي دي.

خلیلزاد یوځل بیا په ټولو خواوو غږ کړی چې په چټکۍ سره اوربند وکړي، ترڅو د نړیوالو په ملاتړ هېواد کې ناچاود توکي او سرګلولې له منځ ولاړې شي او د ټولو ژوند وژغورل شي.

 

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې مهال د غزني د ګیلان ولسوالۍ پېښه غندي او طالبانو او کابل حکومت څخه د سیاسي توافق غوښتنه کوي، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني لخوا بیا بیا د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې خنډونه او ستونزې ایجادیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x