افغانستان

هلمند کې د کمانډو عسکرو په ګډ مرکز موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د کمانډو او عسکرو په ګډ مرکز د موټربم درنه چاودنه شوې ده.

یوې ځايي امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د ناوې ولسوالۍ په مومن خان زیارت سیمه کې د ملي اردو او کمانډو عسکرو په ګډ مرکز د موټر په وسیله ترسره شوې.

د سرچینې په خبره دغه موټربم چاودنه تلفات هم له ځان سره لري؛ خو دقیقه شمېره یې نه ده څرګنده کړې.

په ورته مهال د هلمند سیمه ییز چارواکي بیا ادعا کوي چې موټربم یې موخې ته له رسېدو وړاندې ویشتلی او چاته په کې زیان نه دی اووښتی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا برید به د مرګ پر هغه قطعه شوی وي چې خاین ناملي تلیویزیون یې په اړه جعل تصویر خپور کړی وو

طوطی

غوربندیه سلامونه: ته ولی د انسانانو له مرګه خوشی کوی؟ زه خو د طالب او د عسکر په وژنه په والله چی پر دواړو خفه کیږم ځکه چی دواړه افغانان دی. تر څو به دا لړی روانه وی او دی سره به طالبان څه تر لاسه کړی؟ هغوی هم کلمه وایی او لمونځ کوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx