افغانستان

د غور چارواکي: د چهار سدې ولسوالۍ طالبانو ونیوله

د غور ولایت چارواکي وايي چې طالبانو نن ماسپښین د چهارسدې ولسوالي ونیوله.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې تر دوو سوو ډېرو طالبانو د چهارسدې والسوالي په مربوطاتو له څلورو لوریو حمله کړې ده او نن له ماسپښین راهیسې مو له ولسوالي سره اړیکې شلېدلې دي.
د غور د والي د ویاند له قوله چهار سدې ته ډېری طالبان له فاریاب ولایت څخه د عملیاتو لپاره ورځي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم د پېښې پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دوی ملګرو د خيبر عملیاتو په لړ کې د نن سهار له شپږو بجو د ماسپښین تر دوو بجو د غور په چهار سده بریدونه روان کړي وو، چې ماسپښین دوه بجې بشپړه ولسوالي د دوی په واک کې شوه.
قاري یوسف وايي چې  په برید کې يې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده او ګڼ مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.
خبرپاڼه کاږي: «دجګړې په پایله کې یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه فتح شوه ۱۰ تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اوګڼ نورسخت ژوبل شول اوددښمن ۶ عرادي رینجرموټر له ګڼ شمېرمهماتو سره غنیمت شول.»
دا په داسې حال کې دی، چې نن د هېواد په سطحه د چارواکیو پام او د رسنیو خوله په کندهار کې د سرتېرو بریدونو په لور ده، چې د طالبانو له قوله تر ماسپښين یوې نیمې بجې لا بریدونه روان وو.
د چارو د شنونکو له قوله د طالبانو پرلپسې بریاوې ښيي چې د دولت په نسبت دوی په ولس کې ډېر محبوبیت لري، ځکه چې جګړه د ولسونو په ملاتړ وړاندې ځي. او د جګړې هر لوري ته د ولس همکاري د بریا یو شرط دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x