شعـــــرونه

د سولې کوتره/فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

چا ويشتې په ‌‌‌‌‌‌ډبره ده زما سپينه کوتره
پښې ګوډې وزر ماتې ده زما سپينه کوتره

په هسکو دنګو دنګو يې پرواز و ګرځيدله
د سيل څخه جدا کړه چا زما سپينه کوتره

په سرو سترګو ژړيږي حال د زړه ويلی نسي
تورولې بيا کوم يو باز ده زما سپينه  کوتره

سرې وينې وينې څاڅي د وزرو او د پښو نه
د چا په لاس کښيوتې وه زما سپينه کوتره

خوابدي ده له خلکو اِشارو کي راته وايي
معصومه بې ګناه ده دا زما سپينه کوتره

چي زيری يې د صلحې وړه چا غلا کړ نيمه لار کې
په لاس د صيادانو کې ده زما سپينه کوتره

ادأ شکر د خدای کړمه چې نه يي ده وژلې
زخمونه به يې روغ سي هغه زما سپينه کوتره

نومير وطن غلبيل کړ چې طبيب ورته پيدا کړي
پرواز به اِن شأالله کړي بيا زما سپينه کوتره

متحده ايالات ، جنوبي کلفورنيا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx