ټولنیزه برخه

د حاکم عدل

ژباړه: عباس عابد

یو وخت دوه کسان په سفر کې سره ملګري شول، د غرمې وخت شو، غوښتل یې ډوډۍ وخوري؛ نو یو تن یې خپلې ۵ او بل ۳ ډوډۍ کېښودې، ګډ خوراک یې پیل کړ؛ خو په دې وخت کې یو بل مسافر هم له دوی سره یوځای شو او دواړو سره یې ډوډۍ خوړل پیل کړل.

کله چې ډوډۍ خلاصه شوه، نو دریم مسافر دواړو ته ۸ روپۍ کېښودې. هغه تن چې ۵ ډوډۍ یې درلودې؛ د ۵ روپیو غوښتنه یې وکړه او دوهم تن ته یې ۳ روپۍ ورکړې؛ خو هغه ویل چې باید روپۍ سره نیمایي کړي.

دواړه په همدې شخړه کې د ښار تر حاکم پورې ورغلل. د ښار حاکم چې یو عادل شخص و. د ۳ ډوډیو څښتن ته یې وویل، چې باید ورکړل شویو ۳ روپيو باندې صبر وکړي؛ خو هغه نه منله.

حاکم ورته وویل: سمه ده؛ ته چې ۳ روپۍ نه غواړې؛ نو باید یوه واخلې!

مسافر وویل: دا ډول پرېکړه نه مني.

حاکم مخ ور واړاوه: د لومړي تن ۵ ډوډۍ وې. که هره ډوډۍ په دریو برخو ووېشو؛ نو ۱۵ برخې کیږي او ستا ۳ ډوډۍ که په ۳ برخو ووېشو نو ۹ برخې شوې.

اوس چې ټولې جمع کړو ۲۴ برخې کیږي؛ نو که هر یو مساوي برخې خوړلې وي؛ ۸،۸ کیږي. په دې سره تا له ۹ برخو نه ۸ خوړلې او ۱ پاتې او ملګري دې له ۱۵ برخو نه ۸ خوړلې او ۷ پاتې.

هغه تن ۸ روپۍ درکړې چې ۷ یې ستا د ملګري او ۱ ستا کیږي.

د حاکم په دې پرېکړې سره د زیاتو روپیو غوښتونکي سترګې له حیرانتېا خلاصې پاتې شوې او دوهم تن د حاکم پر عدل ډېر خوښ شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx