
غوسه څنګه کنټرول کړو؟
حسیب حمید
د ماشومانو یا مشرانو بده رویه، په ژوند کې د ځورونکو حادثو پېښېدل، په زیاتو کارونو کې چې لاس رسی ورته شونی نه وي؛ ښکیل کېدل، مالي یا اقتصادي ستونزې، د حسد یا زړه خوړلو ښکار کېدل، ځينې ناروغۍ په ځانګړې توګه جنسي، جسماني ستړیا او…جنسي ځورونې لیدل، له نورو سره جنګونه، کورنۍ ستونزې، د والدینو له لوري د زړه خوښې ته نه پرېښودل، له فزیکې وهنې سره مخ کېدل، کله کله د صحت خرابتیا او ترڅنګ ډیر نور لاملونه دي، چې انسان غوسې او عصبانېت ته اړ باسي.
دا حقیقت دی، چې مونږ هم کله ناکله غوسه کیږو او یا د بدې رویې ښکار شو؛ مثلاً په ښار کې د ترافیک د زیاتوالي او بندښت، په دفتر کې د ترقي او ښه مقام نه موندلو، په خپل وخت د کار نه ترسره کېدلو او ان کله ناکله د معصومو ماشومانو د شور له امله؛ خو پوښتنه دا پیدا کیږي، چې مونږ د غوسې پر مهال څنګه رویه اختیارو/ اختیار کړو؟ په دې لنډه مقاله کې به یې حل پیدا کړو:
غوسه څنګه کنترول کړو؟
د غوسې پر مهال هر متقابل عمل یا حرکت انسان ته د زیانمن ثابتېدلی شي؛ نو تر پرسکونه کېدلو پورې ډیر نور ذهني، جذباتي یا عملي تدابیر باید ترسره شي، چې ځينې یې په لاندې ډول دي:
۱ د وقفې اخیستل:
که څه هم په لومړیو کې ډېره سخته ده؛ خو که کوښښ وکړئ او خپل عادت یې وګرځوئ؛ نو کولی شئ په خپلې غوسې قابو پیدا کړئ او د دې له پاره تر ټولو زیاته د وقفې اخیستل مهم دي. یعنې کله چې سخته غوسه درشي باید له هر عکس العمل ښودلو وړاندې د لنډ وخت لپاره؛ کم تر کمه (۵ ــ ۱۵) دقیقو پورې د پرسکونه کېدلو له پاره ځان خاموشه ونیسئ او وروسته متقابل لوري ته د هغوی د کړي سوال یا کړنې ځواب ووایئ.
۲ د ذهن مشغولول:
د غوسې پر مهال مهمه ده چې هر تن د خپل ذهن د مشغولتیا له پاره څه ناڅه وکړي؛ لږ تر لږه دې حساب ځان سره ووایي او که داسې نه وي؛ نو د خپلې خوښې کومه جمله دې تکرار کړي.
۳ تېزې او سترې ساګانې اخیستل:
د غوسې پر مهال لازمه ده چې انسان له ۵ نیولې تر ۱۰ او بیا ان تر ۲۰ پورې سترې ساګانې واخلي. دا عمل له غوسې نه پیدا کېدونکی ذهني کیمیکل «ایډرینالائن» نارمل کوي.
۴ روحاني کړنې:
روحاني او دینې کړنې هم په دې برخه کې ستر رول لري. د غوسې د ختمېدلو له پاره تر ټولو ښه لاره د استغفار ویل دي. همداراز د دعا کولو سره هم جذبات قابو کېدلی شي. د غوسې پر مهال د (ولاحول ولاقوة الله بالله) ویل تر ټولو ښه جمله ده.
۵ جسماني ورزش او فعالېت کول:
د غوسې د قابو کولو له پاره جسماني ورزش، بدني فعالېت، د قدم وهل، کومه ځانګړې لوبه ترسره کول او خپل حالت تغیرول لازمي دي. داسې که د غوسې پرمهال ناست یئ پاڅېږئ او که ولاړ یاست؛ کښېنئ.
۶ د یخو مشروباتو استعمال:
کوم انسان چې ډیر غوسه کیږي باید د سختې غوسې پر مهال یخ مشروبات وکاروي؛ ځکه په دې کار سره عصبي نظام ښه کېدلی شي. او د غوسه شوي انسان غوسه داسې ختموي لکه اوبه چې اور ختموي.
۷ سکون ولټوئ:
د غوسې پر مهال ذهني حرکات (Thought Processing) تېزوالی پیدا کوي؛ تاسې کولی شئ د دې پروسې د چټکتیا پر مهال لیکل، فزیکي فعالېت، ځان سره خبرې یا کوم بل فعالیت سر ته ورسوئ؛ تر څو خپل ځان یا بل تن زیانمن نه کړئ.
بیا سلامونه که د موضوع تر خپرېدو وړاندې موضوع په دقت سره ولوستل شي او تصحیح شي نو ډېره به ښه وي.