افغانستان

کابل کې د پارلمان د غړي پر موټر چاودنې نهه تنه وژلي/ویډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د کابل ولایت د ولسي جرګې د غړي  پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې نهه تنه وژل شوي.

یو شمېر امنیتي سرچینو طلوع نیوز ته ویلي، چې چاودنه د ولسي جرګې د غړي «خان محمد وردګ» پر موټریز کاروان شوې چې له امله یې نهه تنه وژل شوي؛ خو خپله «خان محمد وردګ» له چاودنې روغ وتلی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند «فردوس فر امرز» که څه هم د چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نه لري؛ خو په خبره یې چاودنه د پنځمي امنیتې حوزې اړوند «سپين کلي» څلور لارې کې رامنځته شوې او له امله یې دریو موټرونو اور اخیستی.

بل لور ته یو شمېر خبري سرچینې وایي، چې په چاودنه کې خان محمد ودرګ له خپلو څو تنو ساتونکو سره یو ځای ټپي شوی دی.

تر دې دمه د چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دا ټول قاتلان څو څو موټرونه د باریګاردو لری او د باردیګاردو معاشونه دولت ورکوی لکه دی نورو ته چی په کورونو کښي ناست قاتلانو ته او هم ددوی باردیګاردانو ته معاشونه حواله دی او ملت د وچی ډوډی پسی سرګردانه دی ! د سی آي اي جاسوس میرمن بیا جرأت لری چی ووائي د ۱۹ کالونو لاس ته راړنی باید تر پښو لاندی نشی ، اوس د تاسی چورکوونکی څخه سوال کیږی چی تاسی کومی راوړنی غیر له چور چپاول څخه پدی ۱۹ کالونو کښي کړی دی ، افغان ملت هم پخوا صادق مسلمان وو او هم اوس او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx