روغتیا

ترکیه کې د «وینټیلیټر» چاودنې د کرونا ۹ ناروغان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ترکیې سویل په یوه روغتون کې د مصنوعي ساه اخیستنې ماشین چاودنې له کبله د کرونا ۹ ناروغان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه د ترکیې غازیاتېپ ښار د سانکو پوهنتون په یوه خصوصي روغتون کې رامنځته شوې چې په پایله کې اور هم لګېدلی دی.

اور له یوې روغتیایي وسیلې لګېدلی چې د اکسیجن نږدې ډبي ته رسېدلی او په پایله کې دغه ډبی چاودلی دی.

راپور زیاتوي، پېښه د کرونا ناروغانو د جدي څارنې په څانګه کې رامنځته شوې ده چیرته چې د نورو ناروغانو درملنه هم کېده. یو ناروغ په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د تدواۍ لپاره بل روغتون ته لیږدول کېده.

دغه ډول پېښه د روسیې په یوه روغتون کې هم رامنځته شوې وه چې له کبله یې د کرونا ۱۵۰ ناروغان د پېښې له ځایه ویستلو ته اړ شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x