ورزش

میسي د ستر «پیلی» نړیوال ریکارډ مساوي کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي د ستر افسانوي لوبغاړي پیلی د زیاتو ګولونو نړیوال ریکارډ مساوي کړ.

ارجنټایني لیونل میسي د یکشنبې په شپه په هسپانوي لیګ لالیګا کې د والنسیا لوبډلې پر وړاندې لوبه کې په ګول وهلو سره دغه ستر ریکارډ مساوي کړ. د برسلونا او والنسیا ترمنځ سیالي په ۲-۲ مساوي شوه.

د برازیل مشهور لوبغاړي پيلی د یوه برازیلي کلب «سانتوس» لپاره له ۱۹۵۶م څخه تر ۱۹۷۴ کالونو ترمنځ (۶۴۳) ګولونه وهلي وو، چې میسي دغه ریکارډ د برسلونا کلب لوبډلې په ګټه له ۲۰۰۴م څخه په ۲۰۲۰ کې مساوي کړ. نوموړي د برسلونا په ګټه لومړی ګول په ۲۰۰۵ کال کې وهلی و.

میسي په ۷۴۸ کلب سیالیو کې ۶۴۳ ګولونه بشپړ کړل په داسې حال کې چې پيلی دغه ګولونه په ۷۵۷ سیالیو کې ترسره کړي وو. په دغه ستر ریکارډ کې میسي له پیلی وړاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx