افغانستان

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت تشکیلات لغوه کړل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت وزیره له دندې ګوښه کړل شوې او د یاد وزارت ټول تشکیلات منحل اعلان شوي دي.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزرات وزیرې «سیما ثمر» طلوع نیوز ته منلې، چې دا له دندې لیري کړل شوې او د یاد وزارت ټول تشکیلات لغوه اعلان کړل شوي.

دې ویلي، چې د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې د ګوښه کېدو او د یاد وزارت د تشکیلانو د لغوه کېدلو وړاندیز د چارو ادارې له لوري اشرف غني ته شوی او د نوموړي له لوري منل شوی دی.

ورته مهال پژواک بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې اشرف غني د چارو ادارې بودیجه ۶۰۰ میلیونه را کمه کړې او یادې ادارې ته یې امر کړی، چې د دولت پر تشکیلاتو له سره غور وکړي او اضافي هغې يې منحل کړي.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت داسې مهال منحل کېږي، چې د بهرنیانو مرستې کمې شوې دي او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

فکر کوم دغنی یو غوره کار به همدا وی. سیما ثمر د پخوا نیو مجاهدینو په وخت کی د Shuhada Organization ) SO ) ریسه وه. SO د بلوچستان په کویټه کی دفتر درلود چی په کویټه او هزاره جات کی یی هزاره ګانو ته مکتبونه پرانیستی وه. ویل کیدل چی اس، او سازمان د شعله یانو برخه په بامیانو کی منسجم کوله. سیما ثمر ته د کانادا فنډ ۸۰٪ پروژی د عبدالرحمن غفوری لخوا چی هغه وخت د کانادا فنډ ریس وه ورکړل کیدی. غفوری د شمالی ټلوالی د جمعیت د تنظیم مهم غړی وه چی مسعود ته ډیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx