روغتیا

په برتانیا کې د کرونا نوي نسل له کبله سخت بندیزونه لګېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د برتانیا لومړي وزیر بورس جونسن وړمه ورځ اعلان وکړ چې برتانیا کې د کرونا ویروس نوی نسل خپور شوی چې له کبله یې دغه هېواد کې یو شمېر سخت محدودیتونه وضع کړل شوي دي.

د بورس جونسن د څرګندونو له مخې نوی نسل (VUI-2020-12-1) ممکن ۷۰ سلنه ډیر د لیږد وړ وي، خو د برتانیا طبي کارپوهان وایي، داسې کره دلیل نشته چې وویل شي نوی نسل د کرونا د زیات خپریدو لامل ګرځي او یا ممکن پر واکسین او درملنې اغیز وکړي، خو ددې خبرې د تاکید لپاره څیړنې روانې دي.

د سکای نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د برتانیا د طب عمومي کارپوهان وایي چې له نوي نسل سره ۲۳ مختلف بدلونونه شتون لري چې ممکن په راتلونکې کې وموندل شي.

بل لوري ته د برتانیا ځینې چارواکي ادعا کوي چې د کرونا نوی نسل له عادي ویروس څخه ډیر خپریدونکی دی او د هغې په پرتله د زیاتو کسانو د مړه کېدو لامل کیږي. دا خبرې وروسته له دې وشوې چې په برتانیا کې د کرونا له کبله د مړینې کچه د پخوا په پرتله خورا زیاته شوې ده.

په برتانیا کې د دوهم نسل ویروس له کبله د سختو بندیزونو پریکړې شوې دي، دغه هېواد د څلورمې درجې سخت بندیزونه لګولي دي چې له کبله به یې یو شمېر هېوادونو ته پر تګ راتګ بندیز ولګیږي. د ویروس خپراوي په لړ کې هالنډ، سکاټلینډ او ویلز برتانیا سره پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

دغه راز په پلازمینه لندن او د سویل ختیځ په یو شمېر سیمو کې پر بازارونو، ریستورانتونو، شرابخانو او حمامونو بندیز لګېدلی دی، ددوی په وینا دا به ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو سره مرسته وکړي.

باید وویل شي چې په برتانیا کې تېره ورځ له ۲۷ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې ۵۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې چې په برتانیا کې تېره اونۍ د کرونا واکسین پېل او پر زرګونو کسانو کارول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx