ورزش

کرکټ: د محمد حفیظ یو کم سلیزې هم پاکستان له ماتې ونه ژغوره

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ په دوهمه شل اوریزې سیالۍ کې د پاکستان محمد حفیظ په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورل شوه.

محمد حفیظ چې ۴۰ کلن دی په ۲۰۲۰م کال کې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د پاکستان په استازیتوب په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړې ده.

د نیوزیلاند پر وړاندې دوهمه سیالۍ کې نوموړي په ۵۷ توپونو ۹۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې ۵ یې شپږیزې او ۱۰ یې څلوریزې ووهلې.

په دغه لوبه کې د پاکستان پاتې توپ وهونکو یوازې ۶۷ منډې وکړې، چې نیوزیلاند ته یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه. د نیوزیلاند له لوري ټیم ساوتي د ۲۱ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې نیوزیلاند په زړه پورې پېل وکړ او د کین ویلیمسن او ویکټ ساتونکي ټیم سیفرت ترمنځ د ۱۲۹ منډو  ملګرتیا ټاکلی هدف په شلم اور کې د یوې ویکټې په سوځېدو بشپړ کړ، ټیم سیفرت ۸۴ او کین ویلیمسن ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په دې سره يې پاکستان ته په اسانۍ سره دوهمه ماتې هم ورکړه او د درې شل اوریزو سیریز یې په خپل نوم کړ. د یاد سیریز دریمه لوبه به د دیسمبر په ۲۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره کیږي.

https://twitter.com/ICC/status/1340586041057669121?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x