نظــر

ھند، افغانستان او طالبان

حفيظ الدين پيرزاده

د ھند او افغانستان اړ‎یکې تر پنځه زرہ کاله ھم ډیرې پخوانۍ دي. د اوسني افغانستان ختیزې او شمال ختیزې برخې د سندھ د وادۍ د تمدن ( ۳۰۰۰۰ ق م ۱۷۰۰ ق م ) یوہ مھمه برخه وہ. د اریائي قومونو تر راتگ پخوا دلته یو لوی تھذیب او تمدن آباد و.

د اسلام تر راتگ د مخه په افغانستان ھندو شاھان او د ھندي ادیانو د پیروانو موجودیت د دې اړ‎یکو قوي ثبوت دی.

افغانستان ته د اسلام د مبارک دین تر راتگ پس د ھندوستان او افغانستان اړ‎یکې کله د افغان واکمنانو لکه غوریان، غزنویان، درانیان او نورو د حملو په شکل کې او کله د افغانستان د علماو، مصلحینو او روحانیونو د دیني تبلیغ په جامه کې موجودې وې.

د ھند لویې وچې ته د انگریزانو تر راتگ پس ھم دا اړ‎یکې په مختلفو شکلونو کې موجودې وې.
د افغانستان ډیري بارز علماء کرام د دیوبند او نورو دیني مراکزو محصول دی.

د ھند مسلمانانو افغاني امیرانو ته، په ځانگړ‎ي ډول شاہ امان الله خان ته د انگریز له ښکیلاک څخه د خپل ناجي په سترگو کتل.

که په دې اړ‎ہ د ھند د حکیم اجمل خان یادښتونه، د شاعر مشرق علامه اقبال شعرونه او ځینو دیوبندي علمای کرامو د ھغه مھال نظریات وکتل شي نو زما په خبرہ به مو یقین پوخ شي.

د ھندوستان د ازادۍ پر مھال روسانو په مرکزي اسیا کې خپل پرمختگ جاري ساتلی و او د سنټرل ایشیا ځمکې یې یو په بل پسې لاندې کولې.

ھندوستان کې د انگریز د اشغال په آخري دوہ لسیزو کې د کمونیزم تیوري په ډیرہ چټکتیا مخ په خپریدو وہ، په ځانگړ‎ي ډول په اشغال ځپلیو ولسونو کې خو د غربي ښکیلاک څخه د کرکې او انتقام حس دومرہ پیاوړ‎ی شوی و چې د ھند د لویې وچې ډیری زعیمان تر اشغال پس د یوہ سوسیالستي نظام د جوړ‎ولو په فکر کې ول.

انگریز چې په مظلومو ولسونو کې د سوسیالستي نظریې مقبولیت او په مرکزي اسیا کې د روس چټک پرمختگ لیدہ نو له متحد ھندوستان څخه په ویرہ کې و، او ھمدغه ویرہ د ھندوستان د تقسیم او د پاکستان د جوړ‎یدو اصلي لامل و.
د ھیوادونو تر منځ اړ‎یکې د مشترکو گټو، گواښونو، او فرصتونو په مقابل کې د منطقي دریځ نیونې دویم نوم دی.

خو دا مشترکې گټې او گواښونه تل یو شان نه وي بلکې د ھیوادونو جغرافیائی موقعیت، سیاسي او ټولنیز جوړ‎ښت او نور فاکتورونه د اړ‎یکو پر څرنگوالي نیغ په نیغ  اثر پریباسي.
د افغانستان د شمال گاونډیانو سرہ د دیپلوماتیکو اړ‎یکو تنظیم  د شوروي اتحاد د سلطې پر مھال یو رنگ او اوس بیخې بل رنگ تقاضاوې لري؛ ھمدا راز له ھندوستان سرہ د دیپلوماتیکو اړ‎یکو څرنگوالی د انگریز د اشغال څخه مخکې یو رنگ، د انگریز د اشغال پر مھال بل رنگ او اوس چې افغانستان او ھندوستان نیغ په نیغه د گاونډیتوب پولې نه لري، بیخي له بیلې زاویې څخه باید تر څیړ‎نې لاندې و نیول شي.

تیر څلویښت کاله چې په کابل کې د ناستو دولتونو مخالف خوځښتونه د امارت په شمول پاکستان ته ډیر نژدې شول، ھند د مجبوریت له مخې د کابل د رژیمونو دفاع له خپلو ملي یا منطقوي گټو سرہ ھم اھنگه وبلله او د کمونستانو څخه را نیولې تر جمعیتۍ شورا نظار پورې یې له یوې مخې حمایه کړ‎ل!

له بدہ مرغه امارت د خپل واک په مودہ کې ھم داسې کومه فعاله دیپلوماسي ونکړ‎ہ چې ھند کم له کمه نیوټرال یا بې طرفه موقف ته را ټیټ کړ‎ي!

اوس د دې وخت را رسیدلی چې د امارت مشران له خپلو تیرو اشتباھاتو په درس اخیستنې د ھند او افغانستان پر مثبتو دیپلوماتیکو او نورو  اړ‎یکو له سرہ غور وکړ‎ي!

ھند د‎ دې سیمې یو ډیر مھم ھیواد دی چې له نظرہ غورځول یې نه د امارت په گټه دی او نه د افغانستان.

د ھند او افغانستان اړ‎یکې
موږ‎ په عجیبه مخمصه کې نښتي یو، پاکستان مو اړ‎یکې له ھند سرہ د راشه درشه په تناظر کې ارزیابي کوي او ھند بیا افغانستان ته د پاکستان له کړ‎کۍ څخه گوري.

د دې اړ‎یکو ځینې مھم نکات دا دي:
۱- هند، په مرکزی او غربی ایشیا کی د چین مهاریدل او د پاکستان پرمخ د تجارت د دروازو بندیدل غواړي؛
ھند له پخوا څخه د شمال ائتلاف ملگری دی،
څو  ورځې وړ‎اندې داکتر عبدالله، د ایران او ھندوستان له دیپلوماتیکو کړ‎یو سرہ مجلس درلود، ښایي دې دریواړ‎و جھتونو د خپلې پخوانۍ ستراتیژیکې ملگرتیا د تجدید په اړ‎ہ غور او خوض کړ‎ی وي!

۲- ھندوستان په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر پانگونه کړې چې یوہ له اساسي موخو څخه یې د پاکستان د نفوذ مخنیوی‎ دی.
ھندوستان ته په افغانستان کې د پاکستان گوډاگی یا ان نژدې دوست حکومت ھم په ھیڅ صورت د منلو نه دی.

۳- ھند په افغانستان کې په یوہ داسې دولت ھم راضي کیږ‎ي چې په سیمه کې د پاکستان او ھند د سیاسي سیالیو په انډوخر کې بې طرفه پاته شي.

۴- ھند طالبانو ته د پاکستان د نژدې ملگري په سترگه گوري او اندیښمن دی چې د افغانستان په سیاسي فضا کې د امارت بیا مطرح کیدل به د افغانستان خاورہ یو ځل بیا د د حرکت الجهاد الاسلامي، جیش محمد، حرکت المجاهدین، حرکت الانصار، لشکر طیبة او داسی نورو هنددښمنو ډلو د نظامی تربیی پر  میدان بدل کړ‎ي.

۵-هندوستان په افغانستان کې د امریکا پر راتلونکي کردار هم اندیښمن دی چې که امریکا خپل ټول فوځ باسي، نو دلته د سیمه ایز او نړیوال قوت خلا به څوک ډکوي؟

د امریکا تر وتلو وروسته افغانستان کې به د افغان حکومت اصلي ملاتړی څوک وي؟
د پاکستان کردار به د نوي حکومت سره څنګه وي؟

د چین رول به دلته څنګه وي؟
تراوسه خو امریکا چې د افغانستان په سیاسي فضا حاکمه وہ، ھر څه په بلانس او توازن کی چی د هندوستان په ګټه و، ساتلی وو؛ تردې وروسته به څنګه وي؟

نتیجه
هندوستان نه غواړي په افغانستان کې  یو مذهبی حکومت وي چې د هند مسلمانانو ته روحی تقویه پرحاصله شي.

هند کې یو افراطي مذهبي حکومت دی، لکه په ایران کې مذهبي افراطی شیعه حکومت چې پخپل څنګ کې یو سني مذهبی حکومت نه شي تحمل کولای، داسی افراطی مذهبی هندو هندوستان هم نه غواړي په افغانستان کې یو اسلامی نظام وي.

هندوستان غواړي د افغانستان له لاری پر پاکستان فشار وساتی او هلته پر سیاسی اوضاع مؤثر وي. مثلا بلوڅان، سیندیان او یا په پښتنو کی خپل موالیان ( نیشنلیان، اڅکزیان او منظورخیل ) تقویه کړي. لکه پاکستان چې کوښښ کوي په افغانستان کې د هندوستان نفوذ و هندوستان ته په ډیره درنه بیه تمام کړي، داسې هندوستان ھم ھڅه کوي چې له افغانستانه په پاکستان کې داسې کاروایي وکړي چې په افغانستان کې د پاکستان حضور و پاکستان ته ډیر ګران تمام شي.
هندوستان تراوسه د افغان دولت په مالکیت او لارښوونه د افغانستان د مسئلې حل غوښت خو امریکا په دوحه کې دا فارمول څنډې ته کړ او پخپل ابتکار یې د دوحې مذاکرات داسې طرح او مخته بوتلل چې افغان دولت او پاکستان دواړو پکې برخه نه درلوده. د دوحې په مذاکراتو کې د کابل حکومت نه حضور، هندوستان ناآرام کړ، خو کله چی یی ولیدل پاکستان هم برخه نه پکی لري، څه د آرامۍ ساه یی واخیسته. سربیره پردغه، د مذاکراتو په جریان کی امریکایانو هندوستان ته وقتا فوقتا اطمئنان ورکاوه چی هلته ددوی په ضرر کوم کار نه دی روان.

که څه هم هندوستان د کابل حکومت بیدریغه ملاتړ کوي. خو په عین حال کې پریشان دی چې ویشلی، فاسد او ناکاره دی او د دوحې په قرارداد کی یی وجود ھم نه دی تضمین  شوی.

هندوستان تراوسه په افغانستان کې د شمال ائتلاف یا اقلیتونو مرسته کړې، خو د تیرو ۴۰ کالو وقایعو وښووله چې روسانو او امریکایانو پخپل ټول طاقت ونکړای  شول پښتانه له سیاسي او نظامي صحنې تر ډیره وخته لیری وساتي.

د فقید رباني په وختکې د اقلیتونو حکومت سره د بهرني  بیدریغ ملاتړ چې هندوستان، ایران او روسیه یې مهمه برخه وه، ونکړای شو په افغانستان کې استقرار راولي. د هغه وخت د بی ثباتۍ بد اثرات تراوسه محسوس دي.

خو طالبان چې اکثریت او قیادت یې پښتون وو، په اسانۍ سرہ په ټول افغانستان کې بې له  کوم نړیوال ملاتړ څخه امن راؤست.

د  پخوانیو پاچاهانو په وختکې په افغانستان کې د استقرار یو مهم سبب همدغه په مرکزي قدرت کې د پښتون غوڅ کردار و.

پښتانه د افغانستان د ټولنې د بدن د ملا تیر دی،  نور قومونه هم مهم او خپل ځان ته ځای لري؛ خو د پښتنو (د ملا د تیر) کمزورول د ټول هیواد ناآرام کول دي.

همداراز، هند په تیرو شلو کلونو کې ډیره سترہ پانگونه  کړیده او نه غواړي هغه هدر ولاړه شي.
څرنګه چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۹ فبروری ۲۰۲۰م په تړون کې طالبانو تعهد کړی چی د افغانستان خاوره به د نورو د عدم استقرار لپاره نه کاروي، هندوستان ته یو ښه خبر دی چې د پلي کیدو هیله یی لري. د دوحې په قرارداد کې طالبان د افغانستان په راتلونکي نظام کې د پام وړ‎ نقش لري. هندوستان غواړي په دغه نقش پوه شي چې حداقل دده په ضرر نه وي. همداراز، هندوستان فکر کوي چی طالبان تر ډیره حده د پاکستان په خوله دي، خو بیا هم څرنګه چې طالبان اوس مطرح قوت دی، نو باید یو ډول اړ‎یکې ورسره ونیسي.

هندوستان یقینا پوهیږي چی د افغانستان له روانې سیاسي صحنې څخه لیرې پاته کیدل ورته ډیرضرر لري تردې چې یوازی د کابل پر حکومت یی تکیه وي کوم چې له حتمی زوال سره مخ دی. طالبان له نظره غورځول نور یقینا د هندوستان په ګټه نه دي. نو ځکه هندوستان لیوال دی چی د طالبانو سره خبرې وکړي.

په اوسنیو منحطو ظروفو کې شرایط داسې پیښ شوي، چې د ھندوستان متعصب ھندو حکومت یې د امارت دروازې ته درولی.

دا اوس د امارت د زعامت په درایت، استعداد او مستقل مزاجۍ پورې اړ‎ہ لري چي کور ته د بارہ سرہ ورغلی اوښ غنیمت کوي او که د غاړ‎ې جرنگاني ( جرس ) ته یې خوشالي کوي.

زہ دا نه وایم چې امارت دې د دیپلوماسۍ له لیارې د ھند د خپلولو کوښښ وکړ‎ي، ځکه د متعصب ھندو ھندوستان خپلول ډیر ستونزمن کار دی، خو په اوسنیو حالاتو کې ھند پر یو بې طرفه افغانستان ھم راضي دی.

که امارت له وخت څخه سمه استفادہ وکړ‎ي نو د دې کار کافي امکانات شته چې ھند د امارت او افغان ولس په خلاف له جارحانه پالیسۍ څخه یوې نیوټرال یا بې طرفه موقف ته را ټیټ شي!

خو د هندوستان سره د امارت اړ‎یکې پر ماینونو فرش شوې لار دہ چی مزل پرې خورا ډیر دقت او احتیاط غواړي. دا لار باید په اوائلو کی په دریم لاس خو په ډیر معتمد او هوښیار لاس ترسره شي چی هدایت یوازي د سر د سړيو د یوچا څخه اخلی او راپور هم یوازي هغه ته ورکوي.

و ما علینا الا البلاغ
_______
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۱۹/ ۲۰۲۰ م
ایسټ ھام روغتون، لندن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

کومه ګلخان دا لیکنه کړیده؟؟؟؟؟

غوربندي

پیرزاده صاحب

الله تعالی مو د ګل په شمال مه وهه،،،

هيښ ويښ

ډېره دقيقه ،په عقل برابره او په واقعيتونو ولاړه ليکنه ده . طالبان کرام بايد د هندوستان په هکله خپله پاليسي داسې جوړه او تعقيب کړي ، چې نه يوازې هندوستان ، بلکې ټول همسايه ګان ، منطقه او جهان په دې قانع شي ، چې بې طرفه ، مستقل ، ازاد ، خپلواک او د ټولو سره د متقابله احترام ، يو دبل په داخلي امورو کې عدم مداخله ، سيمه ایزه همکاري ،پارتنرشيپ او د منطقې د اقتصادي – تجارتي رونق او تخنيکي -تکنالوژيکي رشد په اساس روابط جوړول غواړي او هیڅ چاته دا اجازه نه ور کوي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx