نړۍ

بغداد کې د امريکا پر سفارت توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د عراق پلازمېنې بغداد کې تېره شپه د امريکا پر سفارت توغندیز شوی دی.

عربي رسنۍ وايي، د بغداد زرغونې ډيپلوماټيکې سيمې کې اته توغندي لګېدلي، چې درې يې د امريکا سفارت شاوخوا لګېدلي دي.

تر اوسه د دې بریدونو مسؤوليت چا نه دی منلی.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس د عراق امنيتي سرچينو په حواله ويلي، چې د دغو توغنديزو بریدونو موخه په زرغونې ډيپلوماټيکې سيمه کې د امريکا سفارت و.

د رویټرز په وينا درې توغندي د سفارت شاوخوا ولګېدل او د امريکايي سفارت امنيتي مسؤولينو د خطر زنګونه هم ووهل.

د بغداد ډيپلوماټيکې سيمې يوه مسؤول رسنيو ته ويلي، چې د امريکا سفارت کې توغندیز ضد نظام د نصبېدو له امله د توغندیو مخه بل لور ته اوښتې ده.

تر اوسه دا نه دي ويل شوي، چې د دغو توغندیزو بریدونو له امله چا ته زيان اوښتی که نه.

د عراق پوځ وايي، «له قانونه وتلې ډلې» د بغداد په ډيپلوماټيکه سيمه کې برید کړی دی.

په بغداد کې د امريکا سفارت ويلي، د سفارت دفاعي نظام له امله د بریدونو مخه نيول شوې او لږ زيان يې اړولی، خو بشري زيان نه لري.

د امريکا سفارت په خپل ټويټ کې د عراق له سياستوالو او حکومتي مشرانو غوښتي، چې د داسې بریدونو د مخنيوي او د عاملينو د محاسبې لپاره په شريکه کار وکړي.

د امريکا غبرګون

امريکايي چارواکو ويلي، بغداد کې د دوی پر سفارت د برید تر شا د هغو ملېشو لاس دی، چې ایران يې ملاتړ کوي، خو تر اوسه د ایران ملاتړ لرونکو ملېشو د دې برید مسؤوليت نه دی منلی.

په تېر اکتوبر کې ځينو ایران پلوو ملېشو ويلي و، که امريکا له عراقه د خپلو پوځيانو تدريجي وویستل پيل کړي، نو دوی به پرې بریدونه ودروي، خو عراقي چارواکي وايي، د تېر نومبر په ۱۸مه ایران پلوو ملېشو د امريکا پر سفارت توغندي شاټ کړي وو.

امريکا په عراق کې پنځه زره سرتيري لري او پرېکړه يې کړې، چې تر راتلونکې جنورۍ دغه شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کړي.

واشنګټن عراقي حکومت ته خبرداری ورکړی و، که د ایران پلوو ملېشو مخنيوي لپاره جدي ګام پورته نه کړي، دوی به په عراق کې خپل سفارت وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx