افغانستان

د پروان د لویې لارې د پولیسو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د لویې لارې د ساتونکي کنډک مشر قومندان علي جان ولیزاده د وژلو خبر ورکوي.

د پروان امنیه قومندان عبدالواسع سیدخیلي رسنیو ته ویلي، تیره شپه لس بجې ددې ولایت مرکز چاریکارو په عبدبای سیمه کې د لویې لارې د ساتونکي کنډک مشر قومندان پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

نوموړی زیاتوي په دغه چاودنه کې د قومندان ولي جان علیزاده  په ګډون ۵ پولیس وژل شوي او د سپرلۍ موټر یې هم زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ددې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په نظامي اډې توغندويي برید هم ترسره شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx