
افغانستان
بادغیس کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ۲ تنو ملکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
دا چاودنه نن سهار د مقر ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر یو باروړونکې موټر ترسره شوې ده.
د بادغیس د ولایتي شورا وکیل عبدالناصر نظري وايي، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.