افغانستان

ولسي جرګې له رولا غني د افغان تابعیت اخیستلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا ت (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې غړو د اشرف غني د میرمنې رولا غني د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې له نوموړې څخه د افغاني تابعیت اخیستلو غوښتنه وکړه.

تیره روځ د اشرف غني میرمن رولا غني په یو لړ څرګندونو کې ولسي جرګه د پیر او پلور مرکز بللو ترڅنګ ویلي ؤ، سره له دې چې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي او ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ له یادې جرګې څخه د باور رایو ترلاسه کولو کې ناکامه شوې؛ خو بیا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.

بل لورته د ولسي جرګې غړو د نوموړې دغه څرګندونې غیر قانوني بللي او غوښتنه یې کړې چې له هغې څخه باید د افغانستان تابعیت واخیستل شي.

وکیلان استدلال کوي چې رولا غني اصیله افغانۍ نه ده، ځکه باید ورڅخه افغاني تابعیت سلب او افغانستان کې د اوسېدو مؤقتي اجازتنامه ورکړل شي.

دا چې له قانوني پلوه د اشرف غني میرمن ددغه ډول څرګندونو واک لري او کنه؟ په اړه یې د حقوقي چارو کارپوه وحید فرزه یي وايي، لومړۍ میرمن په هېواد کې رسمي صلاحیت نه لري او له همدې امله په مهمو سیاسي مسائلو کې د نظر ورکولو حق هم نه لري.

رولا غني چې اصلا د لبنان په یوې عیسوي کورنۍ کې زیږدلې د کابل حکومت د مشر ډاکټر محمد اشرف غني د زده کړو د وخت ملګرې او وروسته یې ورسره قانوني واده کړی، تردې مخکې هم د هېواد په یو لړ مسائلو کې جنجالي څرګندونې کړي او ولسي غبرګونونه یې پارولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx