نظــر

د رولاغني سپکې سپورې او د پارلمان بېچاره وکیلان

بدر ځلاند

تیره ورځ له ازادي رادیو سره د افغان لومړۍ میرمنې رولاغني د ورستیو حالاتو په اړوند مرکه درلودله.

په مرکه کې خبریال له آغلې څخه مختلفې پوښتنې وکړې خو یوه موضوع یې جالبه وه چې نوموړې پکې د پارلمان وکیلان تر برید لاندې ونیول.

رولاغني وویل چې د ولسي جرګې غړي تجارت ته ناست دي که د کوم وزیر د پیژندګلوي یا تصویب په اړه دوی ته رجوع وشي نو که پیسې ورکړل شي وزیر ته د تصویب رایه ورکوي او که پیسې ورنکړل نو رد کوي یې، خو د نوموړې په خبره چې ددوی تصویب او رد کوم اعتبار نلري، کومې زنانه وزیرانې چې د ارګ له لوري دوی ته معرفي شوي که دوی یې پر خلاف رایه کارولې هم یادې وزیرانې به په دندو پیل کوي.

که له یوه طرفه د یو بهرني کفري هیواد یوه ښځه د لومړۍ میرمنې په حیث د مسلمان هیواد د استازو د کور په اړه هیڅ حق نلري چې وغږیږي او بیا لا دا چې د ملت کور ته سپکاوی وکړي خو که بل طرف وکتل شي نو دروغ یې هم نه دي ویلي.

رښتیا هم مونږ په تیرو دوه لسیزو کې ولیدل چې دا د ملت کور پارلمان رښتیا هم له ضمیر پلورونکو ډک ده.

د پارلمان رئیس یې داسې شخص ټاکل شوی چې څو کاله یې د باګرام هوایي اډه کې د بنګي دنده اجرا کوله او د بهرنیو ځواکونو فضله مواد به یې صفا کول او له باګرامه به یې بهر ته ایستل
نوموړي په ياده دنده څوکاله مسلسل بیشمیره ډالر وګټل چې همدا ډالر یې ددې سبب شول ترڅو پالمان ته کامیاب او د ریاست تر چوکۍ ورسیږي.

په څو څو ځله د یاد پارلمان وکیلانو د پارلمان په داخل کې له روانو حالاتو پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې دلته رایې پلورل کیږي او د پارلمان په تشنابونو کې ډالر تقسیمیږي
څه موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې کابل کې د امن خونو په نوم زندانونو چارواکي له زندان څخه د شپې زنداني ښځې وباسي او د لوپوړو چارواکو دفترونو ته یې د شپې تیرولو لپاره د پیسو په بدل کې ورلیږي چې د راپورونو په استناد په یادو میلمستونونو کې د پارلمان د وکیلانو د میلمستونونو یادونه هم شوې وه.

هرکله چې د ملت کور دداسې ناموس پلورونکو او ضمیر پلورونکو کسانو څخه ډک وي نو خامخا به دیوې ښځې له طرفه په داسې سپکانه امیزه توګه یادول کیږي.

د پارلمان ضمیر پلونکي وکیلان بیچاره ګان دومره په خپلو کړنو او اعمالو شرمنده دي چې اوس له ډاره دا خبره سپیناوي ته هم نشي را ایستلی چې په خپل حق کې له یوې غیر مذهبې بهرنۍ تبعه ښځې څخه ددومره غټ غیر قانوني تهمت پوښتنه قدرې وکړي.

د رولاغني دغو ورستیو څرګندونو د پارلمان د وکیلانو استقلال او غیرت وننګاوو خو دوی یې ځکه په اړه څه نشي ویلای چې دوی رښتیا همداسې دي.

دوی د ملت د کور پارلمان عفت او صلاحیت پایمال کړی ده، دوی ته چې قانون کوم حقوق او قدرت ورکړی هغه دوی بار بار پلورلی ده، دوی پوهیږي چې که د رولاغني د خبرو پروړاندې هر څومره جدي شي کوم هدف ته نشي رسیدلای او ددې پر ځای چې د پارلمان یوه پریکړه دې عملي شي، هغه به کیږي کوم چې رولا غني وایي ځکه د پارلمان غړي په خپل مینځ کې یو پر بل هیڅ اعتماد نلري که یو په کومه خبره ټینګ ودریږي د پارلمان نور غړي یې بیا ضمیرونه پلوري او د څو پیسو په خاطر د خپل پارلماني وکیل پر خلاف رایه کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x