افغانستان

د ملګرو ملتونو او طالبانو د توافق په اساس سلګونه روغتیایي مرکزونه جوړېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د ملګرو ملتونو او دوی تر منځ د شوي توافق په اساس تر څلور زره ښوونځیو ها خوا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دوه سوه روغتیایي مرکزونه هم ودانېږي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د «اسلامي امارت» او د ملګرو ملتونو د «یونیسیف» ادارې تر منځ د توافق په اساس د هیواد په بېلابېلو برخو کې څلور زره ښوونځي او د طالبانو او روغتیا نړیوالې ادارې د هوکړې په اساس دوه سوه روغتیایي مرکزونه جوړ او ودانېږي.

په یاده تبصره کې طالبانو یو ځل بیا ځان د عصري زده کړو د پرمختګ په برخه کې ژمن بللی او هغه تورونه یې «افواهات» بللي چې ګواکي دوی د عصري زده کړو مخالف دي«اسلامي امارت د دیني او عصري زده کړو پرمختیا او پراختیا ته اولیت او تربل هرچا زیات ارزښت ورکوي؛ خو دا تپل شوې جګړه، اشغال او د کابل د فاسد او مزدور رژیم زهرجن تبلیغات او دسیسې وي، چې نړیوال او عامه ذهنیت یې مختل کړی و او اسلامي امارت یې د عصري زده کړو د ودې او ترقۍ پر وړاندې خنډ او مانع بللی و.»

د طالبانو له قوله، ددوی دا ډول اقدامات دا پيغام لري چې که «اشغال» پای ته ورسېږي «اسلامي امارت» به «خپل ځورېدلي ولس ته د بیارغونې، امن، ثبات او ټولنیزو هوساینې په برخه کې نور زېري هم واوروي او د مثبتو رجحاناتو شاهدان به ووسي.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو تر منځ توافقات داسې مهال دي، چې د دوحې د تړون په بنسټ له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو بهیر پیل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

یاد موافقات یو ښه پرمختګ او پیل دی.

په راتلونکې کې د افغانستان د بیا رغاونې په اړه له اوسنیو حالاتو سره برابر د طالبانو ذیصلاح مشرانو لپاره یوه جامع طرحه لرم تر څو د زیربنایی او انکشافی پروژو لپاره داسې یو میکانیزم رامنځ ته شي چې د هیواد اقتصاد او د قانون برلاسیتوب په چټکی سره په پښو ودوري او په ورته وخت کې د غزېدلي/خپاره شوي فساد ریښې په تدریج سره کمزورې او بالاخره وچې شي،، ان شاءالله.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx