افغانستان

کابل کې دوو چاودنو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): نن سهار د کابل ښار ختیځ او لویدیځ کې د دوو چاودنو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبلې اووښتې ده.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا ۸ بجې د دولسمې امنیتي حوزې اړوند احمدشاه بابا مینې سیمه کې محبس څلورلارې ته څېرمه د پولیسو په یو رینجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې د یو پولیس عسکر په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه راز نن له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د پغمان ولسوالۍ په بلسان کلي کې یو جومات ته څیرمه یو کس په خپل ځان پورې تړلو چاودونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی.

نوموړی زیاتوي، چاودنه په داسې مهال شوې، چې جومات کې د فاتحې مراسم روان وو؛ خو د سیمې اوسېدونکي او عیني شاهدان بیا دا خبره ردوي.

د نعمت الله په نوم د پېښې یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي، نن له غرمې مخکې د پغمان ولسوالۍ «بلسان» کلي کې روان ؤ، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

نعمت الله زیاتوي، کله چې د چاودنې ځای ته ورځي هلته یو جسد او یو ټپي کس ویني چې ځايي خلک روغتون ته د ټپي شوی کس د لیږدولو هڅه کوي؛ خو د بلسان کلي جامع جومات ته څېرمه ساه ورکوي.

د نعمت الله په خبره نه خو هلته د فاتحې مراسم وو او نه هم په جومات کې چاودنه شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د کورنیو چارو وزارت مسئولین په هېواد کې د ورځنیو پېښو په هکله رسنیو سره ناسم معلومات شریکوي، بلکې تردې وړاندې هم د یاد وزارت مسئولینو د رسنیو مسئولینو ته د پېښو په هکله ناسم معلومات ورکړي دي.

د تیرې جمعې په ورځ د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ په اغوجان کلي چې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له کبله ۲۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله واووښتله، هم د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین او دغزني ځايي چارواکو دغه پېښه موټربم برید بللی ؤ، چې وروسته د ځايي خلکو او د بشري حقونو د کمیسیون لخوا دا خبره رد کړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x