«ښاغلی جان کېري راځي» ـ سرمقاله

نن ټکی آسیا ـ سرمقاله: د ولسمشرۍ نوماند، ډاکټر عبدالله عبدالله نن د لویې جرګه خيمه کې خپلو پلویانو ته وینا کوله. عبدالله د پخوا پرخلاف ډېر غوسه برېښېده؛ ځکه تېره ورځ چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، د ده رقیب ډاکټر اشرف غني احمدزی تر ده تقریباً اووه سلنه مخکښ و. عبدالله ځان د افغانستان “منتخب ولسمشر” باله او د ټاکنو اعلان شوې پایلې يې نه منلې.

د حېرانتیا ځای دا دی، چې همدې کمېسیون د همدغو کمېشنرانو په مشرۍ د تېر پړاو پایلې اعلان کړې، هلته چې عبدالله تر نورو مخکښ و، عبدالله پایلې ومنلې، کمېسیون يې هم په کوم جرم تورن نه کړ. مګر دا ځل چې دی تر اشرف‌غني وروسته دی، د عصبانیت تظاهر، د موازي

حکومت ګواښونه او د تاوتریخوالي اخطارونه ورکوي!
په افغانستان کې چې ولس پر ټاکنو ډېر باوري نه دی، اندېښنه يې دا ده، چې دلته د افغانستان هر څه د بهرنیانو په لاس کې دي؛ نو د ټاکنو په څېر حیاتي مسایل خو طبیعي ده، چې د بهرنیانو په ولکه کې وي او بهرنیانو ته تر بل هر څه د دوی خپلې ګټې او اجنډاوې مهمې دي. دوی ته د افغان رایه ارزښت نه لري. دوی خپله اجنډا پلې کوي. په دغسې بدګومانۍ کې، چې ولس په هېڅ ټيم باور نه شي کولای، د یوه مخکښ ټیم مشر چې د خپلو پلویانو پر وړاندې دا ډاډ او ژمنه ورکړي، چې «ښاغلی جان کېري راځي او هغه ژمنه کړې چې د تقلب پر ضد به وي!» دا حالت نو بیا ولس ته هر څه لا څرګندوي، چې دا ټاکنې څومره رڼې، نوماندان څومره خپلواک او دا ګرد بهیر د بهرنیو له اغېز څومره پاک دی!

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، ښاغلي جان کېري د جمعې د ورځې له سفره څوک نه و خبر، دا خبر ښاغلي عبدالله رسنیو ته افشا کړ. نه یوازې افشا یې کړ، بلکې خپل پلویان یې هم د ښاغلي کېري داد ته کېنول.

کله چې د یوه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بل هېواد د ټاکنو د لانجو د حل مرجع بلل کېږي، په دغسې یوه هېواد کې څنګه پر ټاکنو باور وشي؟ ولې ولس ټاکنو کې ګډون وکړي؟ ولس کولای شي پر یوه بهرني دیپلومات اعتماد وکړي؟ قانون څومره اجازه ورکوي، چې ښاغلی کېري دې د اشرف غني او عبدالله لانجه ورحل کړي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د هر یوه ځواب کولای شي د افغانستان د ټاکنو روان بهیر له رسوايۍ سره مخ کړي. په تېره د ښاغلي عبدالله دا «التجاء» هر څه د «عقل خاوندانو» ته بربنډوي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د